ټاکل شوې یوه ایرانۍ میرمن له یوې فرانسوۍ زنداني جوړې سره تبادله شي

ایران کې د زنداني شوې فرانسوۍ جوړې انځورونه

Summary

  • ټاکل شوې د ایران او فرانسې ترمنځ د زندانیانو تبادله وشي.
  • دې ترڅ کې به یوه ایرانۍ میرمن له هغې جوړې سره تبادله شي چې تهران اسراییل ته د جاسوسۍ په تور زنداني کړې.

د ایران د بهرنیو چارو وزیر وایي، له یوې ایرانۍ تبعه سره د دوو فرانسوي زندانیانو تبادله وروستیو پړاونو کې ده او هیله لري چې څو ورځو کې ترسره شي.

عباس عراقچي تېره شپه د ایران دولتي تلویزیون سره په مرکه کې ویلي مهدیه اسفندیاري به د دوو فرانسویانو سېسیل کوهلر او د هغې د ژوند له ملګري ژاک پاریس سره تبادله شي.

دغه فرانسوۍ جوړه له تېرو دریو کلونو راهیسې ایران کې زنداني ده او د اسراییل استخباراتي ادارې ( موساد) ته د جاسوسۍ تور پرې پورې دی.

د دوی کورنۍ دا تورونه رد کړي دي.