Summary
- یوناما کابل او څو نورو لویو ښارونو کې کاري دفترونو ته د دوی د افغان ښځینه کارکوونکو پر تګ د طالبانو نوی بندیز د نړیوالو قوانینو نقض بللی دی.
- دوی وایي له تیرې یکشنبې راهیسې په کابل او نورو ولایتونو کې د دوی ښځینه کارکوونکو او قراردادیانې کاري دفترونو ته نه پریښودل کیږي.
په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت یوناما وایي، د طالبانو د حکومت له خوا د دوی د افغان ښځینه کارکوونکو پر تګ راتګ بندیز " د نړیوالو قوانینو سرغړونه" ده.
دغه سازمان پرون ( پنجنشنبه د سنبلې ۲۰مه) یوه خبرپاڼه کې ویلي چې کابل کې د دوی کاري محیط ته د ښځینه کارکوونکو او قراردادیانو پر لاسرسي محدودیتونه باید پای ته ورسیږي.
خبرپاڼه کې راغلي چې طالبانو د سپتمبر په ۷مه په کابل کې د دوی دفترونو ته د ښځینه کارکوونکو د تګ مخه نیولې ده.
دوی ویلي چې د طالبانو د حکومت دغه محدودیت په کتبي او یا هم شفاهي ډول په افغانستان کې د دوی ټولو دفترونو ته رسول شوی دی.
یوناما ویلي چې د دغه کار د اجرا کولو لپاره د دوی د کابل، هرات او مزار شریف د دفترونو مخې ته د طالبانو مسول کسان ولاړ وي.
وړاندې راغلي چې دغه ډول اقدامات له زلزله ځپلو او دغه راز ایران او پاکستانه ایستل شویو کسانو سره د دوی بشري مرستې متاثره کوي.
که څه هم طالبانو تراوسه په دې اړه تبصره نه ده کړې، خو یوناما وایي، دا بندیز د دوی او د طالبانو د حکومت له پخوانیو هوکړو سره په ټکر کې دی.