Summary
- د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري ( یو، این، ایچ، سي ار) وايي، په افغانستان کې د بېرته ستنېدونکو کډوالو په مرکزونو کې یې خپل فعالیتونه درولي دي.
- دوی وایي دا پرېکړه یې دې اداره کې د ښځو په کار د طالبانو د بندیز په غبرګون کړې ده.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ وایي، په هغو مرکزونو کې چې دوی په کې فعالیت درولی، ستنېدونکو ته نغدي او نورې مرستې ورکول کېدې څو په ټولنه کې د هغوی د بیا میشتېدنې بهیر اسانه شي.
دغه ادارې زیاته کړې ده چې د ښځینه کارکوونکو له شتون پرته د ستنېدونکو د ۵۲ سلنه ښځو مرکې او د معلوماتو ټولول ناشوني دي.
په ورته وخت کې، په پاکستان کې افغانستان ته ستنېدونکي یو شمېر کډوال د اندېښې په څرکندولو سره وايي، د نړیوالو ادارو د مرستو نشتوالی به د دوی ستونزې دوه چنده کړي.
که ( یو، این، ایچ، سي ار) دا مرستې له موږ سره بندې کړي، موږ هېڅ نشو تلای، موږ د لارې کرايه نه لروپاکستان کې افغان کډوال
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د " پي، او، ار" کارت درلودونکي افغان کډوال حمیدالله ازادي راډیو ته وویل " که ( یو، این، ایچ، سي ار) دا مرستې له موږ سره بندې کړي، موږ هېڅ نشو تلای، موږ د لارې کرايه نه لرو، که تر دوو لکو پورې موټر کرايه کړو، په دې تمه چې هلته ( یو، این، ایچ، سي ار) موږ سره مرسته کوي او بیا د موټر کرايه ورکولای شو، خو که مرسته بنده شي، موږ څنګه ولاړ شو؟ زموږ شتمنۍ خو ټولې په پاکستان کې پاتې کېږي، موږ په تشو لاسونو ځو، او که هلته له موږ سره نغدي مرسته نه وي، د موټر کرايه به څوک ورکړي؟ دا ډېر ستر ظلم دی."
په اتک کې د " پي، او، ار" کارت درلودونکی افغان کډوال ثناګل هم ورته اندېښنه څرګندوي"دا یو ظلم دی، موږ ان د لارې کرايه نه لرو، دلته په پاکستان کې موږ نه پرېږدي، هلته په افغانستان کې کار نشته، موږ څه وخورو، څه وکړو؟ که اوس ښځې بوزو، هلته کور نه لرو، خېمه نه لرو، هغوی به په سړو کې بې سرپناه پاتې شي."
د " پي، او، ار" کارت درلودونکي دا افغان کډوال زیاتوي چې د اګست له ۳۱مې وروسته، چې د پاکستان د حکومت له لوري دوی ته وروستۍ نیټه ټاکل شوې وه، د کډوالو د نیولو او ایستلو بهیر سخت شوی او دوی له ( یو، این، ایچ، سي ار) غواړي چې خپلې مرستې له ستنېدونکو سره روانې وساتي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمشنري د اعلامیې په دوام کې ویلي چې طالب چارواکو سره رغنده خبرې روانې دي څو د ښځینه کارکوونکو د ستنېدنې زمینه برابره او له ستنېدونکو ملاتړ تضمین شي.
نړیوالو ادارو په څو ځلي خبرداری ورکړی چې د کډوالو ډلهییزې اېستنې د افغانستان اقتصادي کړکېچ لا سخت کړی دی.
طالبانو افغانستان کې واک ته تر بیا ستنېدنې وروسته، په نورو برخو کې پر نجونو او ښځو د محدودیتونو تر څنګ، دوی په ډېری دولتي او نادولتي ادارو کې له کار کولو هم راګرځولي دي چې په پایله کې، په دغه هیواد کې د ګڼو نړیوالو ادارو پروژې ځنډېدلې او د اقتصادي کړکېچ کچه لوړه شوې ده.