پولنډ وايي ګڼ شمیر روسي بې پیلوټه الوتکې یې نسکورې کړي

د پولنډ په هوايي قلمرو له تیري وروسته ددغه هیواد عسکر دتیارسئ په حالت کې په سړکونو کې ګزمې ګوي.

وارسا وايي ګڼ شمیر روسي بی پیلوټه الوتکې یې چې تیره شپه په اوکراین باندې دیوه پراخ برید په مهال د ګاونډي هیواد پولنډ هوايي حریم ته ننوتې وې نسکورې کړي دي. په اوکراین کې د روسیې د جګړې دپیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې روسي بی پيلوټه الوتکې د ناټو دیوه غړي هیواد هوايی حریم کې دننه ویشتل کیږي.

پولنډ وايي روسي بی پیلوټه الوتکې یې چې ددغه هیواد هوايي حریم ته ننوتې وې د خپلو الوتکو په وسیله نسکورې کړې .

په ګاونډي هیواد اوکراین باندې د ۲۰۲۲ کال په فبرورې کې د روسیې دیرغل د پیل راهیسې دا لومړی ځل دی چې روسي بی پیلوټه الوتکې د ناټو دیوه غړي هیواد حریم ته ننوځي او هلته ویشتل کیږي.وارسا د مسکو دا اقدام یو تیری او په لویه کچه پارونکی عمل وباله.

پولنډ د ناټو د تړون په اساس ددغې پیښې په اړه د غړو هیوادونو د مشورو غوښتنه کړې.

د پولنډ صدراعظم ډونالد توسک د چهارشنبې په ورځ دکابینې په بیړنۍ غونډه کې وویل :

تیره شپه د پولنډ په هوايي حریم د ګڼو روسي بې پیلوټه الوتکو لخوا تیری وشو. هغه الوتکې چې مستقیم ګواښ یې رامینځته کاوه وویشتل شوې.


ډونالډ توسک وروسته د پارلمان غونډې ته وویل

زه هیڅ دلیل نلرم چې ادعا وکړم چې موږ د جګړې په درشل کې یو، خو له یوې کرښې تیری وشو، او دا د پخوا په پرتله بې ساري خطرناکه ده.


په داسې حال کې چې اروپايی مشرانو د روسیې داعمل وغنده ، ټوسک وویل د شپې په اوږدو کې د پولنډ په هوايی حریم ۱۹ ځلې تیری وشو چې ګڼ ډرونو له بیلا روس څخه پرواز کړی وو او احتمال لري چې ۴ یې ویشتل شوي وي.

خو د کورنیو چارو وزارت ویاندې کارولینا ګالیکا وویل چې "اوه ډرونونه او د یو ناپیژندل شوي توغندي ټوټې موندل شوي دي".

د پولیند صدراعظم وویل دغه الوتکي چي امنیتي ګواښ یې رامینځ ته کاوه وویشتل شوې خو دغې پیښې سیاسي وضعیت هم بدل کړ او پولنډ د ناټو د تړون د ۴ مادې په اساس د غړو هیوادونو د مشورو رسما غوښتنه وکړه.

د یادې مادې په اساس که چیرې دیوه غړي هیواد ځمکنۍ بشپړتیا ، امنیت ، یا سیاسي خپلواکي ته ګواښ وشي نو ټول غړي هیوادونه سره مشوره کوي.

د ناټو تړون یو ویاند وویل دا لومړی ځل وو چې د تړون جنګي الوتکې د تړون په فضا کې د بالقوه ګواښونو د دفع کولو لپاره لاس په کار شوې.

د ناټو عمومي منشی مارک روته وویل که د تړون په هوايی قلمرو تیری عمدي وي کنه خو دا یوه "مطلقه بې پروايي" وه او د ناتو غبرګون یې په وړاندې بریالی وو.

د ناټو عمومي منشی د تړون له یوې غونډې وروسته د روسیې په ولسمشر ویلادیمیر پوتین غږ وکړ چې په اوکراین کې روان جنګ ته دې شدت نه ورکوي ، د ناټو د غړو هیوادونو په هوايی قلمرو دې تیری نه کوي او ناټو به دخپلې خاورې له هرې لویشتې څخه دفاع وکړي.

د پولینډ صدراعظم ډونالډ ټوسک وویل ددغه هیواد په هوايی حریم د روسي بې پیلوټه الوتکو د تیرې په نتیجه کې تلفات نه دې رامینځ ته شوي .

روسي بی پیلوټه الوتکې په اوکراین دیوه پراخ برید په مهال د ګاونډي هیواد پولیند هوايی حریم ته ننوتې وې.