پر دوحې د اسراییلو هوايي بریدونه؛ قطر په کلکه غندلي
Your browser doesn’t support HTML5
د اسراییلو پوځ د سې شنبې په ورځ، د سپتمبر په ۹مه اعلان وکړ چې د حماس د افراطي ډلې لوړ پوړي مشرتابه یې په نښه کړې ده.
حماس د امریکا او اروپايي ټولنې لخوا یو ترهګریز سازمان بلل شوی دی.
قطر ویلي چې برید په دوحه ښار کې شوی دی.
د قطر د بهرنیو چارو وزارت ویاند، ماجد الانصاري، دا برید "د ټولو نړیوالو قوانینو ښکاره سرغړونه" وبلله.
د اسراییلو د پوځ لخوا په خپاره شوي بیان کې نه ده مشخصه شوې چې برید د دوحې په کوم ځای شوی خو پکې راغلي چې تر برید مخکې «غیر جنګي خلکو ته د زیان د کمولو لپاره» ځینې اقدامات شوي.
د اسراییلو د پوځ په بیان کې دا هم ویل شوي په برید کې په نښه شوي کسان د ډیرو کلونو لپاره د حماس مشري کوله او د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷مې نیټې د اسراییلو په خاوره کې د برید مستقیم مسؤولین وو.
په هغه برید کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسان وژل شوي وو او ۲۵۰ نور یرغمل شول.
هغه برید پر غزې د اسراییلو د پراخ برید پيلامه وګرځېد.
صفي الله ستانکزي په دې اړه دا رپوټ جوړ کړی