د کرکټ د اسیا جام پیل؛ د افغان ټیم روزونکی د بریا هیله لري
Your browser doesn’t support HTML5
د کریکټ اسیا جام نن سه شنبه د افغانستان او هانګ کانګ په لوبې سره پيلیږي.
د ملي ټیم سر روزونکی جاناټن ټروټ وايي لوبغاړو ښه چمتووالی نیولی او هیله من دی چې ګروپي دور کې لومړی د هانګ کانګ او بیا نورو ټیمونو سره ښې لوبې وکړي او اړینې نمرې وګټي.
د افغانستان د کرکټ ملي لوبډله به په ب ګروپ کې له هانګ کانګ، بنګله دیش او سریلانکا سره لوبې کوي.
د هند، پاکستان، متحده عربي اماراتو او عمان د کرکټ ملي لوبډلې به په الف ګروپ کې لوبېږي.