د زلزله ځپلو لپاره د روغتیا نړیوال سازمان د طبي مرستو یوه بله کارګو کابل ته رسیدلې

د روغتیا نړیوال سازمان مرسته، د کابل هوایي ډګر. انځور د ډبلیو.ایچ.او له ویبپاڼې

د روغتیا نړیوال سازمان( ډبلیو.ایچ.او) وایي، د کونړ د زلزله ځپلو د ملاتړ لپاره د دوی د طبي مرستو یوه نوې کارګو کابل ته ورسېده.

دغې بسته کې ۳۵ متریک ټنه ژوند ژغورونکي طبي وسایل شامل دي.

ډبلیو ایچ او د دوشنبې په ماښام یوه خبرپاڼه کې ویلي چې له دې کارګو سره زلزله ځپلو ته د دوی د بیړنیو طبي مرستو اندازه نژدې ۸۰ ټنو ته ورسېده.

دغه مرستې د یاد سازمان د دوبۍ له ګدامه افغانستان ته انتقال شوي چې د جراحۍ کیټونه، د لومړنیو مرستو بستې، د غیر ساري ناروغیو د درملنې مواد او دارو درمل په کې دي.

کونړ کې د اګست د ۳۱مې زلزلې د طالب چارواکو په وینا له ۲۲ سوو ډیر کسان ووژل او له ۳۶۰۰ ډېر نور یې ژوبل کړل.

د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ ادارې پرون دوشنبه وویل، د ټولو اغیزمن شویو خلکو شمیر ۸۴ زرو ته رسیږي.