د جاپان صدر اعظم شیګیرو ایشیبا له واکه د لرې کېدو اعلان کړی دی.
اسوشیتید پریس خبري اژانس د جاپان د دولتي ټلویزیون په حواله ویلي چې ایشیبا دغه اعلان نن یکشنبه وروسته تر هغه وکړ چې حاکم ګوند یې د تیرې جولای میاشتې په پارلماني ټاکنو کې ماته وخوړه.
رویټرز هم د یوې سرچینې په حواله د ایشیبا د احتمالي استعفا خبر ورکړی او ټاکل شوې چې نوموړی نن ناوخته خبري کانفرانس ته هم حاضر شي.
نوموړي دغه اعلان یوه ورځ وروسته تر هغه وکړ چې حاکم لیبرال دیموکرات ګوند یې تیره ورځ د رهبرۍ لپاره د له وخته مخکې ټاکنو غوښتنه وکړه.
که د ګوند دغه غوښتنه تایید شي، دا د صدر اعظم د عدم اعتماد رایې په معنا ده.
د هغه د استعفا په اړه په ګوند کې دننه اختلافاتو د نړۍ دغه څلورم اقتصاد لرونکی هېواد له سیاسي بې ثباتۍ سره مخامخ کړی دی.