د برلین اداري محکمې د کډوالۍ د لسګونو عاجلو قضیو په برخه کې د افغانانو په ګټه پرېکړه کړې ده.
د محکمې یوه ویاند د جرمني خبري اژانس ته ویلي چې د قاضیانو دا پرېکړه د لږ تر لږه ۳۲ قضیو سره تړاو لري.
په دې اساس اکثرو دغو افغان ښځو او سړیو ته د جرمني ویزې ورکول کېږي.
د جرمني د کډوالۍ د منلو فدرال پروګرام په اساس چې دا افغانان ترې ګټه اخلي هغو خلکو ته ویزې ورکول کېږي چې خپل هېواد کې له خطر سره مخ وي.
لږ تر لږه ۲۰۰۰ افغانانو د دغه پروګرام لپاره نوملیکنه کړې او د جرمني د ویزو په تمه دي.
د جرمني لخوا د کډوالو د منلو له ژمنې سره سره، پاکستاني چارواکو پدې وروستیو کې یو شمیر دا افغانان نیولي او ځینې یې افغانستان ته استولي دي.