د کونړ او ننګرهار په ځینو سیمو کې تازه زلزلو لږ تر لږ ۴۰ کسان ټپيان کړي

کونړ کې د زلزلې له امله زیانمن خلک او د هغوی بېړنۍ درملنه

د کونړ او ننګرهار په ځینو سیمو کې د پرون شپې او نن سهار وختي زلزلو لسګونه کسان ټپیان کړي دي.

د ننګرهار د رسنیو دفتر په یوه بیان کې تایید کړې چې د دره نور او کوز کونړ په ولسوالیو کې بېګانیو زلزلو لږ تر لږه ۲۲ تنه ټپيان کړي.

د بیان په اساس لس کسان تر فوري درملنې وروسته رخصت شوي.

اخوا په کونړ کې هم چارواکو رسنیو ته ویلي چې لږ تر لږه ۲۰ کسان د پرون شپې او نن سهار وختي په زلزلو کې ټپیان دي.

لږ تر لږه ۱۴ تنه ټپيان د سیدجمال الدین پوهنتون محصلین او شپږ نور د نورګل او څوکۍ اوسیدونکي دي.

د امریکا د جیولوژیکۍ سروې د افغانستان په ختیځ کې له پرون شپې تر نن سهاره څو زلزلې ثبت کړي چې تر ټولو زوروره یې د رېښتر په کچه ۵ اعشاریه ۶ بلل شوي.

دې تازه زلزلو داسې وخت د افغانستان ختیځ لړزولی چې د اګست د ۳۱مې زورورې زلزلې له امله لا هم زیانمنو خلکو ته مرستې نه دي ورسېدلي او د راپورونو په اساس په ځینو سیمو کې مړي تر ورانو کورونو لاندې پاتې دي.

د طالبانو د حکومت مرستیال ویاند حمدالله فطرت ویلي هغې زلزله کې د مړو شویو کسانو شمېر ۲۲۰۵ تنه او د ټپيانو شمېر ۳۶۴۰ کسانو ته رسېدلی.