د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جاپان پر واردیدونکو موټرو او نورو محصولاتو د ټیټې ګمرکي تعرفې فرمان پرون پجشنبه لاسلیک کړ.
پر جاپاني موټرو د ټیټې تعرفې دغه فرمان ۷ ورځې وروسته نافذېږي.
رویټرز خبري اژانس د یوې جاپانۍ سرچینې په حواله لیکلي چې له دې سره د جاپان پر موټرو د امریکا ګمرکي تعرفه له ۲۷ اعشاریه پنځو څخه، ۱۵ فیصدو ته ټیټېږي.
دا په داسې حال کې ده چې د جاپاني موټرو لوی شرکت ټویتا تیره میاشت وویل چې امریکا ته د دغو موټرو پر وارداتو د امریکا د لوړې تعرفې له کبله به ۱۰ میلیارده ډالره زیان وکړي.
په تیره جولای میاشته کې جاپان د یوې سوداګریزې هوکړې له مخې په متحده ایالتونو کې د پنځه نیم سوه میلیارده ډالرو پانګونې ژمنه کړې ده.