په کونړ کې په زلزله ځپلو زرګونو ټپیانو کې داسې میرمنې شته چې بې کورنیو شوي او یوازې پاتې دي. په دې ډله مېرمنو کې یوه سوله نومېږي. نوموړې وايي چې نه پوهېږي له روغتون څخه تر وتلو ورسته چېرته ولاړه شي او څه وکړي.
سولې د چارشنبې په ورځ (د وږي ۱۲مه) له روغتون څخه ازادۍ راډیو ته وویل "د اسعد اباد د صحت عامې په روغتون کې بستر یم، د کورنۍ اته غړي مې مړه شول، نه پوهېږم چې زه دلته چا راوړې یم، نه څوک راسره شته او نه د کورنۍ سرپرست لرم."
دلته ښځینه ډاکټرانې نه شته. د بدن ځینې برخې مې ټپي دي چې نارینه ډاکټرانو ته یې نه شم ښودلی.
سوله وايي "دلته ښځینه ډاکټرانې نه شته. د بدن ځینې برخې مې ټپي دي چې نارینه ډاکټرانو ته یې نه شم ښودلی. همدلته تر درملنې لاندې یم. څوک چې ټوله کورنۍ یې مړه شوې وي، هغه به دخپلو ستونزو څه ووایي؟ کورنۍ مې وه، مالونه مې وو، خو اوس نه پوهېږم یوازې به چېرته ولاړه شم. دلته چا راته لس زره افغانۍ راکړي، خو نه پوهېږم چې څه یې کړم. څوک نشته چې زما لپاره د اړتیا وړ توکي راوړي."
د رضاکارانو په وینا، په کونړ کې ګڼې ټپي ښځې له پایوازانو پرته روغتونونو ته انتقال شوي دي.
نثار احمد احمدي، چې په زلزلهځپلو سیمو کې د رضاکار په توګه کار کوي، ازادي راډیو ته وویل چې "د ښځو ستونزې ډېرې زیاتې وې. موږ چې روغتونونو ته ولاړو، ډېرې ښځې مو ولیدې چې هېڅ پایواز یې نه درلود. یوازې خلک، حکومت او یا روغتیایي ټیمونه چې پر وخت متوجه شوي، هغوی یې روغتونونو ته انتقال کړي. اوس چې هلته دي، نه څوک پېژني او نه یې څوک پوښتنه کوي. ځینې یې وایي چې د هغه او دغه کلي یم، خو ټول کلي وران شوي او موږ حیران یو چې سرپرستان یې څنګه پیدا کړو."
د یکشنبې په ورځ (د اګست د ۳۱ مې ) د شپې ناوخته، د ریښتر په کچه ۶ درجې زلزلې په ختیځو ولایتونو، په ځانګړي ډول کونړ، ننګرهار او لغمان کې خلکو ته درانه ځاني او مالي زیانونه واړول.
د طالبانو حکومت ویاند ذبیحالله مجاهد د چهارشنبې په ورځ( د سپتمبر په دریمه) په خپله د ایکس پاڼه لیکلي چې یوازې په کونړ کې ۱۴۵۷ کسان مړه شوي او لږ تر لږه ۳۳۹۴ تنه ټپیان شوي دي.
د ده په خبره، شاوخوا ۶۸۰۰ کورونه هم ویجاړ شوي دي.
د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د مزاردرې کلي اوسېدونکې مېرمنې له مرګونې زلزلې وروسته
په ورته وخت کې، د ژغورنې د یوې ډلې غړې ډاکټره فوزیه نعیم چې د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ دیوهګل سیمې ته تللې، هلته وضعیت کړکیچن بولي. دې ازادي راډیو ته وویل چې د مرستې ټیمونو خلکو ته د عامه پوهاوي تر څنګ د څښاک اوبه، جوس، کیک، صابون، شامپو، مخپاک، چپلقې، څراغونه او نور لومړني توکي ورکړي، خو ټینګار کوي چې د ښځو او ماشومانو بېړنۍ اړتیا خیمو او سرپناه ته ده.
رضاکاران وایي په کونړ کې ګڼې ټپي ښځې له پایوازانو پرته روغتونونو ته انتقال شوي دي.
هغې زیاته کړه"دا مهال ښځې او ماشومان سرپناه او خوندي ځای ته اړتیا لري څو له نورو طبیعي پېښو خوندي پاتې شي، ځکه سرپرستان یې مړه شوي. څرګنده ده چې اړتیاوې ډېرې دي؛ لکه د خوړو، د څښاک د اوبو، د سرپناه. زموږ د ارزونې له مخې، تر ټولو ستره اړتیا خیمې او سرپناه ته ده، ځکه ډېر کورونه ویجاړ شوي او کوم چې پاتې دي هم د اوسېدو نه دي."
په کونړ ولایت کې د طالبانو د حکومت د کرنې د ریاست د پلان او همغږۍ مدیر موسی نورزی هم وايي چې د څوکۍ ولسوالۍ ځینو سیمو ته تر اوسه هېڅ مرسته نه ده رسېدلې او خلک له سرپناه پرته ژوند کوي.
هغه وویل "سوماژ او سپرکۍ درې ته هېڅ مرسته نه ده رسېدلې. زیانمن خلک تر شنه اسمان لاندې له سرپناه پرته ژوند کوي. د باران احتمال ډېر دی، نن په څوکۍ ولسوالۍ کې سخت باران وشو، خو هلته د سرپناه او خیمو هېڅ امکانات نشته."
د ملګرو ملتونو د بیا میشتېدنې پروګرام (UN-Habitat) ویلي چې ختیځو ولایتونو کې له زلزلې وروسته بیړنۍ مرستې روانې دي، خو ټینګار کوي چې د مرستو تر څنګ باید ژر تر ژره د زلزلې په وړاندې د مقاومو کورونو د جوړولو او بیارغونې کار هم پیل شي.
دغه ادارې د سپتمبر په درېیمه په یوه اعلامیه کې خبرداری ورکړی و چې له دایمي سرپناه پرته به، زیانمنې شوې کورنۍ، په ځانګړي ډول ښځې، ماشومان، ډیر عمر لرونکي او دغه شان معلولیت لرونکي کسان په راروان ژمي کې له سختو ستونزو سره مخ شي او له ټولو مرسته کوونکو یې غوښتي چې د بیارغونې او اړینو اړتیاوو په پوره کولو کې بېړنۍ همکاري وکړي.