ولسمشر ټرمپ: د پوتین کړنو ناهیلی کړی یم

د سپتمبر-۲-۲۰۲۵- د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ په سپینه ماڼۍ کې

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر وویل چې د کرملین له مشر څخه ډیر ناامیده شوی دی او پلان لري چې په راتلونکو ورځو کې په دې اړه څه وکړي.

له ډونالډ ټرمپ څخه د سې شنبې په ورځ په امریکا کې د یوې راډیویي خپرونې پر مهال پوښتنه وشوه چې د اګست په پنځلسمه چې یې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره وکتل، اوس داسې احساس نه کوي چې پوتین په خپلو ژمنو ولاړ نه دی؟

ښاغلي ټرمپ په ځواب کې وویل چې دی دومره ویلی شي چې له پوتین سره یې ډیر ښه اړیکي لرل او له هغه څخه ډیر ناامیده شوی دی. ټرمپ زیاته کړه چې په اوکراین کې په زرګونو خلک وژل کیږي، دوی امریکایان نه دي، دوی روسان او اوکراینیان دي او دا یوه بې معنا جګړه ده.

ټرمپ بیا وویل، هره اونۍ د اوکراین په جګړه کې اووه زره تنه وژل کیږي، اکثر یې پوځیان دي او دا زما دنده ده چې د دې جګړې په دریدو کې مرسته وکړم. ښاغلي ټرمپ په دې برخه کې نور جزییات ورنه کړل.

ټرمپ هڅې کړې دي چې د روسیې ولسمشر اوربند وکړي او د اوکراین له ولسمشر ولادیمر زیلینسکي سره مخامخ خبرو ته کښیني. تر اوسه ولادیمیر پوتین دا دواړه غوښتنې نه دې په ځای کړي.

په دې ترڅ کې د الاسکا تر سرمشریزې وروسته روسیي ځواکونو د اوکراین پر ښارونو بریدونو ته دوام ورکړی چې د ملکي تلفاتو سبب شوي او زیربناوې یې ویجاړې کړې دي، په ورته وخت کې روسیي ځواکونو د اوکراین پر کمزورو پلیو ځواکونو هم حملو ته ادامه ورکړې ده.

د امریکا ولسمشر خبرداری ورکړی، که چیرته روسیه د سولې پر لور ګام نه اخلي، نوې تعرفې او بندیزونه به پرې ولګوي. البته تر دې دمه یې په دې برخه کې عملي ګام نه دی اخیستی.

واشنګټن او د کیف اروپایي متحدانو پر اوکراین د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري له میاشتې راهیسې، یعني د برید له پيله پر روسیې یو لړ سخت بندیزونه لګولي دي.

د امریکا خزاني وزیر سکات بیسینت د دوشنبې په ورځ فاکس نیوز ته ویلي و چې روانه اونۍ به پر اوکراین د روسیې د وروستیو بریدونو په ځواب کې د ممکنه غبرګون لارې چارې وڅیړي.

بیسینټ زیاته کړه چې پوتین هغه څه نه دي عملي کړي چې له ولسمشر ټرمپ سره یې ویلي و او برعکس عمل یې کړی دی، نو دا اونۍ به دا مساله په جدي توګه وڅیړو.

دغه څرګندونې په داسې حال کې شوې چې پوتین د چین د پوځي رسمي ګذشت په مراسمو کې نن په بیجینګ کې برخه اخیستې ده. دا مراسم په نړیواله دوهمه جګړه کې د جاپان د تسلیمېدو د اتیایمې کلیزې لپاره دي. د روسیې ولسمشر وویل چې له بېجینګ سره اړیکې اوس په "بې ساري کچه" دي، چې دې په لوېدیځ کې ځینې مشران اندېښمن کړې دي.