د سرې میاشتې په وینا د افغانستان په ختیځ کې د وړمې شپې د زلزلې د قربانیانو شمیر یو زر یوسل او څلرویشتو ته رسیدلی دی.
سرې میاشتې نن خبر ورکړ چې د دې زلزلې له امله لږ تر لږه درې زره دوه سوه یو پنځوس کسان ټپیان شوې هم دی او تر اته زره ډیر کورونه ویجاړ شوې دي.
وړمه شپه د شپږ ریښتر په کچه زلزلې د افغانستان په ختیځ کې په کونړ کې تر ټولو ډیر تلفات اړولي دي.
نړیوالې مرستې
د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلیو سره د بهرنیو د مرستو په دوام د متحده عربي اماراتو د ژغورنې ټیمونه افغانستان ته استولې دي.
د متحده عربي اماراتو د رسمي اژانس( وام) د راپور له مخې د دغه هیواد مشر شیخ محمد ال-نهیان په خپله د ابوظبي ملکي دفاع، ملي ساتونکو او د ګډو عملیاتو د قوماندې ټیمونو ته لارښوونه وکړه چې له زلزله ځپلیو سره په افغانستان کې مرسته وکړي.
متحده عربي اماراتو د دوشنبې په ورځ له زلزله ځپلیو سره د مرستې لپاره یوشمیر خوراکي مواد، درمل او د خیمو په څیر د ضروري وسایلو مرسه هم وکړه.
د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د طالبانو له کورنیو چارو وزیر سراج الدین حقاني سره د تیلفوني مکالمې پرمهال د بشري مرستو ډاډ ورکړ.
تر دې مخکې بریتانیا له زلزله ځپلیو سره د یو میلیون پونډه بیړنۍ مرستې اعلان وکړ، تر دې مخکې هند پنځلس ټنه خوراکي مواد او د زرو خیمو مرسته کړې وه.
یو شمیر افغان سوداګرو هم د مرستو ژمنې کړې دي، د دوی په ډله کې میرویس عزیزي له زلزله ځپلیو سره د پنځه سوه میلیونه افغانیو د مرستو ژمنه کړې ده.
د کرکټ ملي ټیم لوبغاړو ویلي چې له متحده عرب اماراتو سره د لوبې ټول فیسونه چې لسهاو زره ډالره کېږي د زلزله ځپلو کورنیو سره مرسته کوي.