رضاکاره مرستندویان وايي چې په لسګونو کلیو کې لا هم مړي تر خاورو لاندې پاتې دي او په دغو سیمو کې له زیانمنو سره د مرستې لپاره هېڅ لاس رسی نشته.
د څوکۍ ولسوالۍ اوسېدونکی او د کونړ د زلزله ځپلو سیمو یو رضاکار نثار احمد احمدي دوشنبې ناوخته ازادي راډيو ته وویل چې خلک د خوراکي توکو، څښاک اوبو او د لومړنیو روغتیایي مرستو له کمښت سره مخ دي.
کونړ کې له زیانمنو شویو سیمو د خلکو وتل
«په غرنيو سيمو کې چې د موټر ورتګ ستونزمن دی او په لرې پرتو سيمو کې اوس هم په لسګونو کليو کې مړي تر خاورو لاندې پاتې دي، ځايي خلک، حکومت او له ګاونډيو ولايتونو ځوانان راغلي او د دوی را ايستلو هڅې کوي، خو تر اوسه نه دي بريالي شوي، د نورو ستونزو ترڅنګ دغو غرنيو سيمو ته هم لومړنۍ روغتیایي مرستې نه دي رسېدلي، خلک دغه راز د خوراکي توکو له سخت کمښت سره مخ وو، همدا اوس د وایګل ولسوالۍ ځینو برخو ته تللي وو، هلته د وچې ډوډۍ او اوبو ستونزه وه او د خوړلو لپاره هیڅ نه وو.»
د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ يو بل مرستندویه عبدالوارث کريمي هم وويل چې زيانمن شوي خلک په عاجله توګه د څښاک پاکو اوبو، خوراکي توکو، درملو، سرپناه او سیارو تشنابونو ته اړتيا لري.
کونړ کې د ټپیانو د انتقال بهیر
نوموړي د دغه ولایت د زلزلې ځپلو سیمو ته د رسیدو په برخه کې د ستونزو په اړه ازادي راډيو ته وویل:
«دره ده، غرونه دي او په یوه غرنۍ سیمه کې څو کورونه پراته دي، هلته سړک او یا موټر ته د تګ راتګ لاره نشته، یوازې یوه لاره ده چې خلک هلته په پیاده یا د مرکب په واسطه تګ راتګ کولای شي، سړک هم خام دی او د خلکو د پلي تګ پنځو ساعتونو لاره ده، که مرستې هلته واستول شي، که خوراکي وي یا غیر خوراکي باید مرک په وسیله ولېږدول شي، څینې سیمې داسې پاتې دي چې مړي تر خاورو لاندې دي.»
د کونړ ولایت اوسېدونکي حاجي ستار هم له ازادي راډيو سره په خبرو کې له مرستندویه بنسټونو د بېړنیو مرستو غوښتنه وکړه.
«موږ له موسسو، خیریه بنسټونو، سوداګرو او د ملګرو ملتونو له بنسټونو غواړو چې موږ سره د سرپناه د ټپیانو د ښې درملنې برابرو په برخه کې همکاري وکړي او د خوړو، جامو او بسترونو په برخه کې له موږ سره مرسته وکړي.»
د دغه ولایت اوسیدونکي او رضاکاران د طالبانو له حکومت، مرستندویه ادارو او سوداګرو غواړي چې ژر تر ژره د زیانمنو شویو خلکو مرستو ته ور ودانګي او دغو ستونزمنو سیمو ته د مرستې رسولو لپاره اړینې اسانتیاوې برابرې کړي.
د ملګرو ملتونو د ماشومانو وجهي صندوق (یونیسف) هم وايي، په داسې حال کې چې له زیانمنو شویو سره د مرستو رسولو بهیر دوام لري، خو په ټکو یې خرابو لارو ټولو سیمو ته د مرستندویه ډلو د ژر رسېدو مخه نیولې ده.
په کابل کې د دغې ادارې ویاند سلام الجنابي ازادي راډيو ته وویل چې د ملګرو ملتونو ټولې ادارې او سیمهییز بنسټونه هلته تللي، خو ځمکې ښویېدو لارې بندې کړي او زیانمنو کلیو ته رسېدنه ستونزمنه شوې ده.
مزار دره او ویرجن زلزله ځپلي خلک
نوموړي د اندېښنې په څرګندولو زیاته کړه چې ممکن لرې پرتو سیمو ته د مرستندویه ټیمونو تر رسیدو به د تلفاتو شمېر لوړ شي.
د طالبانو حکومت د افغانستان په ختیځ کې د یکشنبې په شپه ناوخته د شوې خونړۍ زلزلې په پایله کې ویلي چې په کونړ، ننګرهار، لغمان او نورستان ولایتونو کې تر ۸۰۰ زیات کسان مړه شوي او شاوخوا درې زره نور ټپیان شوي دي.
د طالبانو د حکومت وياند ذبيح الله مجاهد د دوشنبې په ورځ (د سپټمبر په لومړۍ نېټه) په کابل کې يوې خبري غونډې ته وويل، چې تر ټولو زياته مرګ ژوبله په کونړ ولايت کې ثبت شوې، چې د مړو شويو شمېر تر ٨٠٠ او د ټپيانو شمېر ۲۵۰۰ ته رسېدلى دى.
مجاهد زياته کړې چې د دغه ولايت د نورګل، وټه پور، ماڼوګي، څوکۍ او چپې درې ولسوالۍ سختې زيانمنې شوې او په يادو سيمو کې لا هم د ژغورنې عمليات روان دي.
د طالبانو د حکومت طبیعي پېښو ته د رسېدنې ملي ادارې په یوه بیان کې ویلي چې له زیانمنو سره د مرستو په هدف د ملي او نړیوالو سازمانونو له استازیو سره غونډه شوې.
د بیان په اساس په دې غونډه کې پرېکړه شوې چې په ۷۲ ساعتونو کې له زلزله ځپلو سره د خوراکي، غیر خوراکي، روغتیايي او موقتي سرپناه مرستې همغږې او ژر تر ژره ورسول شي.