د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش د خلکو په مرګژوبلې خواشیني ښوولې او ویلي یې دي چې د دوی مرستندویه ډلې به له زیانګالو سره د مرستو لپاره هېڅ راز هڅه ونه سپموي.
جلال اباد کې یو ټپي
افغان سوداګر او پانګه وال میرویس عزیزي ویلي چې له زیانمنو خلکو سره ۵۰۰ میلیونه افغانۍ مالي مرسته کوي.
هغه په خپله ایکس پاڼه لیکلي چې عزیزي بنسټ به خپل کارکوونکي د سروې لپاره زیانمنو شویو سیمو ته ولیږي څو د مرستو بهیر ژر پيل شي.
د افغانستان پخوانیو ولسمشرانو اشرف غني او حامدکرزي خواشیني ښوولې او له نړیوالې ټولنې یې د مرستې غوښتنه کړې.
په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر، جاپان سفارت، د پاکستان صدراعظم شهباز شریف، د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي هم د خواخوږۍ پيغامونه خپاره کړي او د مرستو ډاډ یې ورکړی.
د هند صدراعظم نریندرا مودي ویلي چې ویرجنو افغان کورنیو سره خواخوږي ښيي او د ټپيانو د عاجلې شفا هیله کوي.
هندي چارواکو ژمنه کړې چې زر خیمې او ۱۵ ټنه غذايي مواد به زیانمنو شویو خلکو ته مرسته کړي.
پښتون سوداګر او پانګه وال جاوید افریدي لیکلي چې له زیانمنو افغانانو سره ۱۰ میلیونه پاکستانۍ روپۍ مرسته کوي.
د افغانستان ختیځ کې مرګونې زلزلې لږ تر لږه ۸۱۲ کسان مړه او نږدې درې زره نور یې ټپيان کړي دي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد ویلي ښايي د مرګژوبلو شمېر بدل شي ځکه لا هم مرستندویې او ژغورونکې ډلې ځینو سیمو ته نه دي رسېدلي.