څه باندې ۸۰۰ کسان په کونړ او ننګرهار کې وروستۍ مرګونې زلزلې مړه کړي
Your browser doesn’t support HTML5
د افغانستان په ختیځ کې مرګونو زلزلو لږ تر لږه ۸۱۲ کسان وژلي او څه باندې دوه نیم زره نور یې ټپیان کړي.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد نن په یوه رسنیز کنفرانس کې د مرګژوبلو دا شمېرې اعلان کړې.
هغه زیاته کړه چې د مرګژوبلو شمېر وروستي نه دي ځکه لا هم ژغورونکي ټیمونه ځینو سیمو ته په لار دي او د زیانمنو د ایستلو کار روان دی.
د کونړ زلزله ځپلې سیمې د نورګل ولسوالۍ مزار دره، څوکۍ، وټه پور، ماڼوګۍ او چپه دره ولسوالۍ دي.
صفي الله ستانکزي په دې اړه یو ویډیويي راپور جوړ کړی