د افغانستان په ختیځ کې مرګونو زلزلو له ۸۰۰ ډیر کسان مړه کړي

د مرګونې زلزلې له امله ټپي شوی ماشوم

د افغانستان په ختیځ کې مرګونو زلزلو لږ تر لږه ۸۱۲ کسان وژلي او څه باندې دوه نیم زره نور یې ټپیان کړي.

د طالبانو د حکومت د رسنیو دفتر خبریالانو ته په لیږلې خبرپاڼه کې ویلي ډیره مرګ ژوبله په کونړ کې اوښتې او د دوی په وینا دغه ولایت کې ۸۰۰ کسان وژل شوي او ۲۵۰۰ نور ټپيان شوي دي.

د کونړ زلزله ځپلې سیمې د نورګل ولسوالۍ مزار دره، څوکۍ، وټه پور، ماڼوګۍ او چپه دره ولسوالۍ دي.

بل ډیر ځپل شوی ولایت ننګرهار دی چې دغه ولایت کې هم ۱۲ تنه وژل شوي او ۲۵۵ نور ټپيان دي.

لغمان، نورستان او پنجشیر ولایتونو کې هم زلزلې خلک ټپيان کړي او یوشمیر کورونه یې ویجاړ کړي دي.

د زلزلزلې دغه شمیرې لا هم وروستۍ نه دي او داسې ګمان کیږي چې لا هم ممکن یوشمیر کسان تر خاورو لاندې بند پاته وي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوترش له زلزله ځپلو افغانانو سره خپله خواخوږي ښوولې ده.

هغه ساعت مخکې په ایکسپاڼه لیکلي چې ټپیانو ته د عاجلې شفا هیله لري.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ویلي چې افغانستان کې د ملګرو ملتونو ډلې ګډ کار پیل کړی او له زیانګالو سره د مرستو لپاره هېڅ راز هڅه ونه سپموي.

په کابل کې د اروپايي ټولنې دفتر د افغانستان په ختیځ کې د مرګونې زلزلې په سبب خپله خواشیني ښوولې.

دې دفتر په یوه بیان کې ویلي چې له زلزله ځپلو خلکو سره مرستو ته چمتو دی.

په کابل کې د جاپان سفارت هم په یوه بیان کې خلکو ته د مرګژوبلو په اوښتو خواشیني ښوولې او ژمنه یې کړې چې له زیانمنو سره به مرستې وکړي.

اخوا د ایران د بهرنیو چارو وزیر سیدعباس عراقچي هم د دې زلزلې له امله د مرګژوبلو په اوښتو خواشیني ښوولې ده.

هغه ویلي هېواد یې چمتو دی چې له زیانمنو شویو خلکو سره مرستې وکړي.

د امریکا د جیولوژیکي سروې د ادارې د معلوماتو په اساس د رېښتر په اساس د دې زلزلې ځواک ۶ درجې وو چې د افغانستان د ختیځ ګڼې سیمې یې ولړزولې.

د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په خپله ایکسپاڼه ولیکل چې چارواکي او خلک د زیانمنو شویو په ژغورلو بوخت دي او له مرکز او نورو ولایتونو هم مرستندوی ټیمونه په لار دي.

د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر په ۷ مه دهرات په زنده جان ولسوالۍ کې د ۶.۳ درجې زلزله شوې وه چې وروسته یې نور ټکانونه هم درلودل.

د طالبانو حکومت هغه مهال ویلي وو چې لږترلږه ۴۰۰۰ کسان په دې زلزله کې مړه شوي دي.

وروسته ملګرو ملتونو د مړو شمېره شاوخوا ۱۵۰۰ وښوده چې دغه زلزله په وروستیو کلونو کې په افغانستان کې تر ټولو وژونکې طبیعي پیښه وه.

تر دې وړاندې د پکتیکا ولایت په ګیان ولسوالۍ کې هم زلزلې سلګونه کسان مړه او ټپيان کړي وو.