د یمن حوثي وسله والو تایید کړې چې صدر اعظم یې احمد غالب ناصر الرهوي د اسراییل په هوایي برید کې وژل شوی دی.
لویدیځو اژانسونو لیکلي چې د ایران له ملاتړه برخمنو وسله والو ډلو باندې د اسراییل او متحده ایالتونو د بریدونو په ترڅ کې دا د حوثیانو تر ټولو لوړپوړی غړی دی چې وژل کیږي.
د راپورونو له مخې پر الرهوي باندې د تیرې پنجشنبې په ورځ هوایي برید شوی، خو وژنه یې پرون شنبه د حوثیانو له خوا تایید شوه او سملاسي دغې ډلې د غچ اخیستو خبرداری ورکړی دی.
حوثیانو ویلي چې دغه برید کې یوشمیر وزیران هم وژل او ټپیان شوي دي.
الرهوي له تیر کال راهیسې د حوثیانو د صدر اعظم په توګه فعالیت کاوه.
د غزې د جګړې له پيله حوثي وسله وال د فلسطینیانو په دفاع کې پر اسراییل او لویدیځو اهدافو بریدونه کوي.
حوثي وسله واله ډله چې د ایران له خوا یې ملاتړ کیږي، د امریکا د ترهګریزو ډلو په نوملړ کې ده.
دغه ډله د یمن پر پلازمینې صنعا او یوشمېر نورو سیمو واک چلوي، خو حکومت یې د نړیوالو له خوا په رسمیت نه پيژندل کیږي.
د اسراییل پوځ د تیرې پنجشنبې په ورځ وویل، ځواکونو یې په صنعا کې د حوثي وسله والو پر یوه پټن ځای هدفي برید کړی دی.
هغه مهال د اسرایل یوه تلویزیوني چینل وویل چې برید کې د حوثیانو لوړپوړي سیاسي مشران وژل شوي دي.