له ایران او پاکستانه د افغان کډوالو د ستنېدو بهیر په چټکېدو سره د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو، ایچ، او )په خپل تازه راپور کې ویلي، ډېری دغه ستنېدونکې کسان په پولو کې په روغتیايي برخه کې له جدي ستونزو سره مخ دي.
ډبیلو ایچ او په یو راپور کې چې یکشنبه د اګسټ په ۲۴ مه یې خپور کړی ویلي چې د اړینو درملو او ښځینه کارکونکو کمښت، د رواني نارغانو د بېلولو لپاره د مناسبو ځایونو نه شتون او دغه شان د ټولنیز ملاتړ نه موجودیت د ستنېدونکو په وړاندې لا هم لویې ننګونې دي.
(ٌ WHO ) ویلي د روانې اګسټ له لومړۍ تر ۱۵ مې نېټې پورې له ایران او پاکستانه یو لک او ۶ زره او ۱۰۹ کډوال راستانه شوي چې په دې کې ۸۳ سلنخ یې له ایران او پاتې نور یې له پاکستانه ستانه شوي دي.
په راپور کې راغلي، چې په دې موده کې د دغه ستنو شویو له ډلې له ۴۰ زره ډېرو کسانو ته د پولیو او شري ضد واکسین ورکړل شوي دي او دغه شلن یو شمېر نورو سره د لومړنیو درملو مرستې ترسره شوي دي.
خو په راپور کې راغلي دي چې له پاکستانه او ایرانه په ستنو شویو کډوالو کې یو شمېر یې رواني، تنفسي او د نس ناستي ناروغۍ لري.
په راپور کې راغلي دي چې د اګسټ له لومړۍ تر پنځلسمې له ایرانه د افغان کډوالو په ستنېدو کې د تېر په پرتله کمښت راغلی خو د په ټکو یې له پاکستانه د ستنېدونکو شمېر درې چنده زیات شوی دی.
دا په داسې حال کې ده چې له دواړو هیوادونو نه په وروستیو کې د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده.
د طالبانو حکومت د کډوالو ستونزو ته د رسېدو کمیسیون ویلي یوازې پرون د اګسټ ۲۴ مه د تورخم، سپین بولدک، اسلام قعله، بهرامچۍ او انګور اډې له لارې افغانستان ته ۱۳۷۱ کورنۍ راستنې شوي چې د غړو شمېر یې ۷۸۶۵ ته رسیږي.
که څه هم دغه کمیسیون په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې له ستنو شویو سره د مرستو ادعا کړې خو یو شمېر تازه ستانه شوي کډوال وايي چې د اسلام قعله او تورخم په پنډغالو کې د روغتیايي ننګونو په ګډون له ګڼو ستونزو سره مخ دي.
د هرات د اسلام قعله د کډوالو په کمپ کې میشت یو افغان چې نه غواړي نوم یې په راپور کې خپور شي او تازه دوه ورځې مخکې له خپلې اته کسیزې کورنۍ سره له ایرانه ستون شوی ازادي راډيو ته یې وویل:
دلته روغتیايي مرکز نشته، ماشومان مې ناروغان دي، هیڅ نه پوهیږو څه وکړو، خوراکي مواد نشته، د اوسېدو ځای ګډوډ دی، هیڅ پوښتنه نشته، د کمپ وضعیت ډېر خراب دی، کرایه راسره نشته چې موږ له دې ځایه لاړ شو، هیڅ پاملرنه نشته، موږ نه پوهیږو چاسره خبرې وکړو او له چا مرسته وغواړو.
د تورخم د کډوالو په کمپ کې میشت تازه ستانه شوي کډوال هم له ورته ستونزو شکایت کوي او وايي له یو خوا ګرمي او له بلې خوا د لومړنیو اسانتیاوو نه موجودیت هغه څه دي چې دوی ته یې سرخوږی پیدا کړی دی.
له ډلې یې یو تن چې ده هم نه غوښتل نوم یې په راپور کې واخیستل شي ازادي راډيو ته یې وویل:
دلته ډېرې ستونزې دي، نه پاکې اوبه شته، نه منظم تشنابونه شته چې له امله یې ماشومان ناروغان دي، ډېر غیر منظم کار روان دی، څوک مخکې راځي څوک وروسته، هر څه ګډوډ دي، هلته یې موږ ته ویلي وو چې تاسو سره مرسته کیږي دلته هیڅ نشته.
دغه تازه ستانه شوي افغانان د طالبانو له حکومت او نړیوالې ټولنې غوښتنه کوي چې په بیلابیلو برخو کې ورسره مرستې وکړي.
د روغتیا نړیوال سازمان (ډبیلو،ایچ، او )هم په خپل راپور کې د روغتیايي زیربناوو په پیاوړتیا ټینګار کړي او ویلي دي په دې سره به زیان منونکې راستانه شوي افغانان خوندي او د افغانستان د روغتیا عمومي پایلې ښې شي.
د روغتیا نړیوال سازمان له دې وړاندې د تېرې جولای په اتمه هم په دې اړه د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي وو چې افغان ستانه شوي کډوال په ځانګړې توګه ښځې او ماشومان روغتیایی اسانتیاوو، خوړو او سرپناوو ته سخته اړتیا لري.
دغه سازمان ویلي وو چې امیندواره ښځې، د نوي زېږېدولو ماشومانو میندې او بې سرپرسته ماشومان د راستنیدونکو په ډله کې دي، چې یوازې له یو څو شیانو سره هیواد ته ستنېږي.
د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د عالي کمېشنرۍ (یو ان اچ سي ار) د معلوماتو له مخې، د روان زېږديز کال له پيله تر اوسه ۲،۳ ميليونه افغان کډوال له ايران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.