پاسپورټ ریاست درې ډلې کسانو ته د دغه سند ورکړه ودروله

د افغانستان د پاسپورت متقاضیان، ارشیف

د طالبانو د پاسپورت ریاست اعلان کړی چې له دې وروسته درې ډلې کسانو ته پاسپورټ نه ورکوي.
دغه ریاست پرون شنبه یوه خبرپاڼه کې دغه ډله کسان جزایي قضیه درلودونکي، بې سرپرسته ماشومان او ممنوع الخروج شوي افغانان یاد کړل.

په افغانستان کې د طالبانو له واکمنۍ وروسته پاسپورت ته د خلکو غوښتنه زیاته شوې او د پاسپورټ ویش له لومړي سره له ډیرو ستونزو او کړاوونو سره مخامخ وو.

له افغانستانه بهر بیا له څو محدودو قونسلګریو پرته په نورو کې لا هم نوي پاسپورټونه نه ویشل کیږي او افغانان د اړتیا لپاره خپل پخواني هغه د سټیکر په لګولو تمدیدوي.

د افغانستان پاسپورت د ۲۰۲۵ کال په ډلبندي کې له عراق او سوریې وروسته په نړۍ کې دریم کم اعتباره پاسپورټ دی.