په دیني مدرسو کې د ښځو او نجونو پر زده کړو د طالبانو د مشر، ملا هبت الله اخوندزاده د بندیز په اړه د راپورونو له خپرېدو سره هم مهاله، د پلازمېنې کابل او ځینو ولایتونو د دیني مدرسو ښځینه زده کوونکې، د دغو زده کوونکو کورنۍ او استادان وایي چې په دې وروستیو کې طالبانو یې مدرسې بندې، ځینې یې محدودې او ځینو ته یې د بندېدو خبرداري ورکړي دي.
ځینې مدرسې یې دلته بندې کړې دي او وایي چې نور به نه فعالېږيد کابل یوه اوسیدونکې
د کابل ښار د تایمني سیمې یوې اوسېدونکې او د دیني مدرسو د ښځینه زده کوونکو د کورنۍ یوې غړې چې نه یې غوښتل د موضوع د حساسیت له امله یې نوم په راپور کې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "ځینې مدرسې یې دلته بندې کړې دي او وایي چې نور به نه فعالېږي، د خلکو غږ پورته شوی چې تاسو ښوونځي بند کړل چې هلته عصري زده کړې وې، مدرسو کې خو دیني زده کړې دي، خو دوی (طالبانو) تر اوسه خلکو ته په دې اړه کوم ځواب نه دی ورکړی، خلک حیران دي چې دوی خو حتی دیني مدرسې بندوي، دیني مدرسه کې خو قران کریم او نورې زده کړې وي، دوی څه غواړي، نه خلک د دین لاره کې پرېږدي او نه د مکتبونو «زده کړو» ته یې پرېږدي، خو تر اوسه یې هېڅ (دلیل) نه دی ویلی، سکوت یې کړی او یوازې مدرسې بندې دي."
د کابل ښار د اوومې ناحیې اړوند د مدرسې یوې زده کوونکې هم چې نه یې غوښتل نوم یې خپور شي، ازادي راډیو ته وویل: "دلته په مدرسه کې مو ۷۰ سلنه درسونه دیني و او پاتې ۳۰ سلنه یې د مکتب (عصري) درسونه دي، خو له بده مرغه اوس یې ویلي چې دا دې نور نه وي."
خو دا موضوع یوازې پلازمېنه کابل کې نه، بلکې ځینو ولایتونو کې هم مطرح شوې او ادعا کېږي چې تازه په دیني مدرسو کې د ښځو د محدودولو ټینګار کېږي.
په روداتو ولسوالۍ کې زه خپله د دې شاهد یم چې ډېری مدارس یې بند کړي، بل اکثراً مدرسو کې د دیني علومو ترڅنګ ځیني نور مضامین لکه ریاضیات یا نور مضمونونه لوستل کېدلننګرهار کې د یوې مدرسې استاد
په ننګرهار ولایت کې د یوې مدرسې استاد چې نه یې غوښتل راپور کې یې نوم خپور شي، ازادي راډیو ته یې وویل: "په روداتو ولسوالۍ کې زه خپله د دې شاهد یم چې ډېری مدارس یې بند کړي، بل اکثراً مدرسو کې د دیني علومو ترڅنګ ځیني نور مضامین لکه ریاضیات یا نور مضمونونه لوستل کېدل، هغه یې محدود کړي دي، د هغه ډېره برخه یې دیني زده کړو ته وقف کړې، د مثال په توګه په ننګرهار کې د المحسنات په نوم د نجونو مدرسه ده."
دا په داسې حال کې ده چې تازه بېلابېلو رسنیو راپورونه ورکړي چې د طالبانو مشر ملا هبتالله اخندزاده په دیني مدرسو کې د ښځو او نجونو پر دیني زده کړو د بندیز امر کړی دی.
دې راپورونو کې د طالبانو حکومت د ځینو سرچینو له قوله راغلي چې دا پرېکړه د طالبانو د کابینې د وروستۍ ناستې په ترڅ کې په کندهار کې شوې او د دوی د حکومت پوهنې او لوړو زدهکړو وزارتونو ته لارښوونه شوې چې د نجونو ديني مدرسو ته د نويو زدهکوونکو نومليکنه ورو، ورو بنده کړي.
راپورونه زياتوي چې ملا هبت الله د دې پرېکړې دليل خپله اندېښنه ښودلې چې په ټکو یې، په دیني مدرسو کې د نويو علومو لکه رياضياتو، طبيعي علومو او ژبو تدریس کېږي او ديني مدارس یې له خپل اصلي ماهيته اړولي دي.
له کندهار ولایته ځینو باخبرو خبري سرچینو ازادي راډیو سره خبرو که دغه موضوع تأیید کړه او ویې ویل چې "دا بندیز رښتیا دی، ځینې مدرسې پخوا بندې شوي، ځینو ته د بندېدو ویل شوي او ځیني مقاومت کوي دلایل ورته وایي".
دا بندیز رښتیا دی، ځینې مدرسې پخوا بندې شوي، ځینو ته د بندېدو ویل شويکندهار کې یوه سرچینه
خو د طالبانو حکومت د پوهنې وزارت ویاند منصور احمد حمزه ازادي ته په یو لیکي پیغام کې ویلي چې ورته په دې اړه "تر اوسه هېڅ رسمي مکتوب یا بل کوم څه" نه دي رسېدلي.
دغه راز د دوی د حکومت د ویاند مرستیال حمدالله فطرت له ازادي راډيو سره په خبرو کې په دې اړه بېخبري وښوده.
د طالبانو حکومت د مشر لخوا ان د نجونو پر دیني زده کړو د بندیز د امر راپورونه او ادعاوې داسې مهال خپرېږي چې د دوی حکومت په تېرې څلور کلنې واکمنۍ کې په ښوونځيو کې له شپږم ټولګي پورته نیولې تر پوهنتون او طبي انسټیټونو کې هم نجونې له زده کړو راګرځولې دي.
طالبانو نه یوازې دا چې د دې محدودیتونو اړوند د نړیوالې ټولنې او افغانانو غبرګونونو او غوښتنو ته ځواب نه دی ویلی، بلکې پر ښځو او نجونو ورځ تر بلې دا محدودیتونه زیاتوي.