اروپا، امریکا، او کاناډا کې په تېرو څو ورځو کې د اسد یا زمري د ۲۸ د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۶ کلیزې په مناسبت بېلابیل کنسرتونو ترسره شول.
جاوید امیرخیل د اکست په ۱۷ مه په دې مناسب د جرمني په کولن ښکار کې په یو کنسرت کې را څرګند شو.
هغه په دې کنسرت کې د تېر جمهوري نظام د ملي اردو جامې هم اغوستې وې.
د دغه کنسرت یو تنظیمونکي رستم سعادتي ازادي راډیو ته وویل:
" د جرمني په کولن ښار کې مو د افغانستان د ۱۰۶ کلیزې په ویاړ کنسرت درلود او هم مو د ازادۍ ورځ ونمانځله، ډیر خوندور او منظم پروګرام و، ځای لري چې په کولن او په ټول جرمني کې له افغان کډوالو څخه د زړه له کومې مننه وشي، چې په دې پرتمینه غونده کې یې له مونږ سره ګډون کړی و. "
هارون پاچا او ګودر ځاځی بیا د اګست په ۱۶ مه د امریکا په کلفورنیا کې په دې مناسبت هنري پروګرام درلود.
ګودر ځاځي د دغه پروګرامو په اړه ازادي راډیو ته وویل:
" په شمالی کلفورنیا کې د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ۱۰۶ کلیزې د جشن مناسبت د افغان کلتوري ټولنې له خوا و، دا جشن ډیر ښه تیر شو، په زرګونه هیوادوال په کې راغلي وو، یوه ډیره ښه تجربه او یو ډیر ښه مناسبت و، ما او هاون پاچا صیب دواړو په کې ګډون وکړ."
ګودر وايي دوی په جنوبي کلفورنیا کې هم په دې تړاو یو ګډ هنري پروګرام درلود.
ښاپیرۍ نغمه بیا د اګست ۱۹ مې ته کنسرت لپاره د کاناډا تورنتو ته تللې وه.
هغې له خپل کنسرت مخکې ازادي راډیو ته وویل:
"اوس کاناډا ته راغلې یم، دلته مې پروګرام دی د خپلواکۍ د جشن لپاره، پروګرام جوړوو، مشق او تمرین لرمه، یو شمیر پروګرامونه مې دي، پرې کار کوم. "
د یادونې ده چې پر افغانستان د طالبانو تر بیاځلي واکمنېدو مخکې په افغانستان کې هم دا ورځ د سندغاړو له خوا په کنسرتونو او هنري پروګرامونو سره نمانځل کېده.
خو دا چې طالبانو په موسیقۍ بندیز لګولی او حرام یې بولي، افغانستان کې له ټنګ ټکور پرته ونمانځل شوه.
د اسد یا زمري ۲۸ مه د افغانستان د خپلواکۍ د بېرته اخیستلو له نېټې سره برابره ده، په ۱۲۹۸لمریز کال کې په دې نېته چې د ۱۹۱۹ زېږدیز کال د اګست له ۱۹مې نېټې سره یې سمون درلود، د افغانستان د وخت واکمن پاچا امانالله خان د دغه هیواد د سیاسي خپلواکۍ اعلان وکړ او له همغې ورځې وروسته دا ورځ د افغانانو ترمنځ د خپلواکۍ د بېرته ګټلو د ورځې په نوم نمانځل کېږي.