متقي نن په کابل کې د چین او پاکستان د بهرنیو چارو وزیرانو سره ګوري

تمه ده چې نن چهارشنبې د طالبانو، پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیران په کابل کې وګوري.

د طالبانو تر واک لاندې د باختر خبري اژانس د راپور له مخې، د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ يي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار به په کابل کې د ترهګرۍ ضد مبارزې او د چین ـ پاکستان اقتصادي دهلیز د پراختیا په اړه خبرې وکړي.

باختر وړاندې لیکي، وانګ يې به د طالبانو د حکومت له مشرانو سره د دوه اړخیزو اړیکو د پراختیا او اقتصادي همکاریو په اړه هم خبرې وکړي.

ټاکل شوې وه چې د اګست په لومړیو کې امیرخان متقي پاکستان ته د سفر پر مهال له خپل پاکستاني او چینایي سیالانو سره وګوري، خو دا ناسته وروسته له هغه وځنډېده چې ملګرو ملتونو امیرخان متقي چې د دې سازمان د بندیزونو په لېست کې شامل دی د سفر اجازه ور نه کړه.