د هرات په ولایت کې د یوه مسافر وړونکي بس او یوه لاري د ټکر د قربانیانو شمېر ۷۶ تنو ته رسېدلی دی.
په هرات کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور رییس احمدالله متقي ویلي چې دغه ترافیکي پېښه د سهشنبې په شپه (د اګست ۱۹مه) رامنځته شوې او په کې د ښځو او ماشومانو په ګډون ۷۶ کسان وژل شوي دي.
د متقي په وینا، دا پېښه هغه وخت رامنځته شوه چې د له ایرانه ایستلو شوو کډوالو یو مسافر وړونکی بس د اسلامقلعه ـ هرات پر لاره له یوې لاري سره ټکر وکړ او اور واخیست.
نوموړي زیاته کړې چې د پېښې ډېری قربانیان د کابل، پروان، کاپیسا، غزني او بامیان ولایتونو اوسېدونکي وو، چې د هرات قول اردو مرکزي روغتون ته لېږدول شوي دي.
له دې وړاندې په ځینو راپورونو کې د وژل شویو کسانو شمیر ۶۰ یاد شوی وو.
په هرات ولایت کې د طالبانو یو سیمه ییز چارواکي د فرانسي خبري اژانس ته ویلي، "په دې بس کې هغه افغانان سپاره وو چې ایرانه اخراج او د کابل په لور روان وو".
د هغه په ټکو، دغه مسافر په اسلام قلعه کې بس کې سپاره شوي وو.
د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد د جرمني خبري اژانس ته د دغې پېښې په تایید سره ویلي چې د پېښې قربانیان له ایرانه اخراج شوي کډوال دي.
په اسلام قلعه کې چیرته چې پېښې رامنځته شوي، د طالبانو پولیسو ویلي چې په سیمه کې یو موټرسیکل هم د دې کډوالو له بس سره ټکر کړی دی.
د قربانیانو ډیر شمیر په بس کې سپاره کسان دي، خو په لارۍ کې دوه او پر موټرسیکل سپاره دوه کسان هم په پېښه کې وژل شوي دي.
د طالبانو د حکومت پولیسو په یوه خبرپاڼه کې د دغې پېښه علت د بس چلوونکي ډیر سرعت او بې احتیاطي یاده کړی دی.