په چین کې د تکنالوژۍ یو شرکت داسې روباټ جوړ کړی چې ماشوم زیږوي

د چین په ګوانګژو کې د کایوا په نوم د تکنالوژۍ شرکت د نړۍ لومړنی انسان نما روباټ جوړ کړی چې مصنوعي رحم يې په تګنالوژۍ سمبال دی.

دغه روباټ به په ۲۰۲۶کال کې بازار ته وړاندې شي او بیه به يې ۱۰۰زره یوان چې ۱۳۹۰۰ ډالر کیږي وي.

دغه انسان‌نما روباټ په خپلو نس کې یو مصنوعي رحم لري چې د حامله‌ګۍ او زیږون په جریان کې د جنین د ساتلو لپاره ډیزاین شوی دی.

دغه روباټ د پخوانیو څیړنو پر بنسټ رامنځته شوی.

امریکايي ساینسپوه نارس وزي په ۲۰۱۷کال کې د "ژوندۍ مایعې ډکه بیولوژیکي کڅوړه" د څو اونیو لپاره ساتلې وه، چې اوس د کایوا شرکت له دغې څیړنې په ګټه د انسان نما روباټ د حمل سیستم جوړ کړی دی.

د ساینسپوهانو په باور، په دې ډول یو داسې نړۍ انځورېدلی شي چې په کې ماشومان له مور نه، بلکې له ماشینونو نړۍ ته راځي او دا تکنالوژۍ ممکن راتلونکی ډير ژر بدل کړي.