د خوړو نړیوال پروګرام؛ افغانستان ښايي راتلونکی ژمی له بې سارې قحطۍ سره مخ شي

"WFP د افغانستان لپاره د راتلونکي ژمي د بې‌ساري قحطۍ خبرداری ورکوي"

په افغانستان کې د لوږې د بحران او له اړمنو خلکو سره د مالي مرستو د سرچینو د کموالي په اړه د نړیوالو سازمانونو د اندېښنو په دوام د خوړو نړیوال پروګرام ډبیلو ایف پي خبرداری ورکړی چې په راتلونکې ژمې کې ښايي افغانستان د بې سارې قحطۍ له احتمالي بحران سره مخ شي.

په افغانستان کې د دې پروګرام مشر جان ایلیف ازادي راډيو سره په یوه مرکه کې وویل چې په دې موسم کې د شاوخوا ۱۵ میلیونه اړمنو کسانو سره د مرستې لپاره مالي وړتیا نه لري.

زموږ په توان کې چې هر کار وي باید ترسره یې کړو څو د قحطۍ مخه ونیسو، څه چې زموږ په وړاندې دي دا بې سابقه دي، ښايي په راتلونکې ژمي کې د ۱۰ او ۱۵ میلیونونو ترمنځ خلک خوراکي موادو ته اړتیا ولري
په افغانستان کې د خوړو نړیوال پروګرام مشر

نوموړي وویل وچکالۍ د نړیوالو مرستو کمښت او د سلګونو زرو افغان کډوالو جبري ستنېدو په افغانستان کې د شدېدې خوارځواکۍ ستونزه نوره هم زیاته کړې ده.

"زموږ په توان کې چې هر کار وي باید ترسره یې کړو څو د قحطۍ مخه ونیسو، څه چې زموږ په وړاندې دي دا بې سابقه دي، ښايي په راتلونکې ژمي کې د ۱۰ او ۱۵ میلیونونو ترمنځ خلک خوراکي موادو ته اړتیا ولري، خو اوس مهال موږ هیڅ بودجه نه لرو او دغه بحران ته د ځواب ویلو لپاره هیڅ امکانات نه شته. "

دی وايي د خوړو نړیوال پروګرام د راتلونکو شپږو میاشتو لپاره په ټول افغانستان کې تر ټولو زیان منونکو کورنیو ته د رسیدو لپاره ۵۳۹ ملیونو ډالرو ته اړتیا لري، خو په خبره یې دوی تر دې دمه سږ کال یوازې ۱۵۵ میلیونه ډالره ترلاسه کړي دي، په داسې حال کې چې په خبره یې دا شمېر تېرکال ۵۶۰ او په ۲۰۲۲ کال کې شاوخوا یو عشاریه ۶ ملیارده ډالره وو.

په همدې حال کې یو شمېر بې وزله او له ګاونډیو هیوادونو تازه راستنې شوې کورنۍ وايي له سختې بې کارۍ او اقتصادي ستونزو سره مخ دي.

د ۱۳ کسیزې کورنۍ سرپرست معلول شفیق الله چې د ننګرهار اوسېدونکې دی وايي د بې کارۍ له امله اړ دی هره ورځ له نږدې پلورنکې په پور سودا راوړي.

"اوس مهال زموږ اقتصادي وضعیت له صفر سره برابر دی، په موږ ډېر بد وخت راغلی دی، د سلو یا پنځو افغانیو وړه یا وریجې اخلو هغه په پور، که د پلورنکې زړه وشي پور راکوي کنه هغه هم نه راکوي، اوس حیران یو چې څه وکړو، شپې ته مو اندېښنه وي چې اولادونو ته به ډوډۍ ورسیږي او کنه. "

کشمېر خان چې نږدې یوه میاشت وړاندې له پاکستانه راستون شوی هم له ورته ستونزې سره مخ دی.

په دې اړه نور: د خوړو نړیوال پروګرام: وچکالي او د مرستو کمښت په افغانستان کې "شدیده خوارځواکي" د رامنځته کړې ده

دی چې د یولس کسیزې کورنۍ سرپرست دی او اوس مهال د کابل په بګرامیو سیمه کې اوسیږي وايي له سختو اقتصادي ننګونو سره مخ دي.

"یوه میاشت کیږي چې له پاکستانه راغلي یو، څو ځل ښار ته لاړم، خو کار نه پیدا کیږي، د خوراکي موادو له کمښت سره مخ یو، اوبه نه لرو، ژوند مو په ډېرې سختې تیریږي، موږ هیله لرو چې حکومت او مرستندویه موسسې موږ سره مرسته وکړي، د خوراکي موادو د مرستې ترڅنګ باید موږ ته د کار زمینه برابره شي د دې لپاره چې موږ ډېرې ستونزې لرو. "

دا په داسې حال کې ده چې پرون د اګسټ په ۱۷ مه د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو عالي کمشنرۍ یو این ایچ سي ار په یو بیان کې خبرداری ورکړو چې د مالي محدودیتونو او د راستنېدونکو افغان کډوالو د لوړ شمېر له امله ښايي د دوی د مرستې رسولو وړتیا تر څو راتلونکو اونیو زیاته نه وي.

د خوړو نړیوال پروګرام مخکې له دې د جولای په ۷ مه ویلي وو چې په دې هیواد کې د اوړي په روان موسم کې شاوخوا لس میلیونه کسان له لوږې سره مخ دي.

ډبیلو ایف پي خبرداری ورکړی وو چې د نویو مرستو له ترلاسه کولو پرته د دې پروګرام ژوند ژغورونکې مرستې له خطر سره مخ دي.

دا اندېښنې په داسې حال کې دي چې د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا له دې وړاندې اعلان کړی چې سږ کال په ټول افغانستان کې نږدې ۲۳ میلیونه کسان بشري مرستو ته اړتیا لري او د مرستو د کمښت په اړه یې اندېښنه ښودلې وه.