سپینه ماڼۍ کې ټرمپ سره د زیلنسکی د غونډې د اجندا ترټولو مهمه موضوع داده چې د روسیې د نورو یرغلونو د مخنیوي لپاره امنیتي ضمانتونه ترلاسه کړي.او امریکايي چارواکی له مودو وروسته اوس ددغسې ضمانتونو امکانات ویني.
سټیف ویتکاف ، مسکو سره خبرو کې دامریکا د مرکچیانو مشر دیته اشاره کړې ده چې ټرمپ او پوتین سره سلا شوي دي چې اوکراین ته پیاوړي امنیتي ضمانتونه ورکړل شي.
نوموړي CNN ټلویزیون ته وویل :"
مونږ وکولای شول چې د پوتین څخه لاندې امتیاز ترلاسه کړو: دا چې متحد ایالات کولی شي اوکراین ته د ناټو د تړون د پنځمې مادې په څیر محافظت وړاندې کړي، دا چې ولې اوکراین غواړي په ناټو کې وي یو اصلي سبب یې همدادی،
وتیکاف زیاته کړه :
دا لومړی ځل وو چې مونږ واوریدل چې روسان له دې سره موافق دي،
زیلینسکي چې له اوږدې مودې راهیسې یې د ناټو سره د یوځای کیدو یا د واشنګټن او د اروپايی هیوادونو د ایتلاف څخه د واقعي امنیتي ضمانتونو د ترلاسه کولو هیله څرګنده کړې ویلي چې په دې موضوع ټرمپ سره خبرې کوي.
زیلنسکې دیته په اشاره چې امریکا به اوکراین ته د ناټو دمعاهدې د پنځمې مادې په څیر محافظت ورکړي وویل :
دا جزییات نشته چې دا به څنګه کار وکړي، او د امریکا رول به څه وي، د اروپا رول به څه وي، او اروپايي اتحادیه څه کولی شي - او دا زموږ اصلي دنده ده: موږ داسې امنیت ته اړتیا لرو ترڅو عملا د ناټو د پنځمې مادې په څیرموثر وي ،
د ناټو دمعاهدې پنځمه ماده وايی په هر غړي هیواد برید په ټولو نورو غړو هیوادونو برید دی.
امریکایي چارواکو له مودې راهیسې په ناټو کې د کیف غړیتوب رد کړی او په تیرو وختونو کې یې د اوکراین لپاره د مستقیمو امنیتي ضمانتونو په اړه خبرو څخه هم ډډه کړې ده. امریکايي چارواکو ویلي چې اوکراین ته هر ډول تضمین به د ناټو د چوکاټ څخه بهر وي.
ایوروایشیا ګروپ په یو یادداشت کې لیکلي :
"اروپایي مشران درې مهم اهداف لري ... د اوکراین لپاره د متحده ایالاتو د امنیتي ضمانتونو په اړه نور جزئیات څرګندول ؛ د ولسمشرانو ولادیمیر پوتین، ولادیمیر زیلینسکي او ډونالډ ټرمپ ترمینځ د محتملې درې اړخیزې غونډې لپاره زمینه برابرول ، او د "ځمکې د تبادلې" نظر ځڼډول،"
سپینه ماڼۍ کې دمتحدو ایالاتو او اوکراین د ولسمشرانو نننۍ غونډه وروسته لدې کیږي چې ولسمشر ټرمپ د تیرې جمعې په ورځ په الاسکا کې خپل روسي سیال ویلادیمیر پوتین سره ولیدل او داسې ښکارې چې دغې غونډې یوڅه لږ نتایج ورکړل خو کیف او متحدین یې دهغه څه په اړه اندیښمن کړل چې منتقدین یې د جګړې د پای ته رسولو لپاره د پوتین دریځ ته دټرمپ تمایل ویني .
د اوکراین او متحدینو لپاره یې دا ډیره د اندیښنې وړ وه چې ټرمپ وویل کیف به د "ځمکې د تبادلې" په توګه روسیې ته ځینې سیمې پریږدي او دا هغه څه دي چې اوکراین له مودو راهیسې رد کړي.
دغه راز د ټرمپ دې خبرې هم اندیښنې وپارولي چې د چټک اوربند له غوښتنې چې له مودې راهیسې د واشنګتن ، کیف او اروپایی متحدینو مطالبه وه تیر شو او په ځای یی وویل چې دواړه خواوې باید دیوې بشپړې سولې دموافقې لپاره خبرې وکړي کوم چې احتمال لري ډیر وخت به ونیسي او منتقدین وايی روسیه غواړي وخت ترلاسه کړي ترڅو د اوکرایني مدافعینو په وړاندې چې د روسي ځواکونو په مقایسه کمی وسلې او افراد لري د جګړې په ډګر کې نورې لاس ته راوړنې هم ترلاسه کړي.
بلخوا، اروپايي مشرانو، چې اکثرو یې د یکشنبې په ورځ ( اګست په ۱۷مه) د اوکراین د جګړې په اړه د بحث لپاره ویډیو کنفرانس درلوده ، وویل چې دوی به ټرمپ سره د لیدنې پرمهال د زیلینسکي د ملاتړ لپاره واشنګټن ته سفر وکړي، که څه هم سمدلاسه څرګنده نشوه چې دوی به په کومو غونډو کې برخه واخلي.
خو د اروپايي کومیسیون مشرې اورسولا وان ډیر لاین وویل: "زه به سبا په سپینه ماڼۍ کې د ولسمشر ټرمپ او نورو اروپایي مشرانو سره په غونډه کې ګډون وکړم."
د میرمن وان ډیر لاین لدغو څرګندونو وروسته ، د ناټو د عمومي منشي مارک روټه سره یوځای د اروپایي مشرانو یوې ډله هم واشنګټن ته د سفر پلانونه اعلان کړل.