د افغانستان د سولې لپاره د امریکا د پخواني استازي زلمي خلیلزاد په ګډون یوشمیر سرچینو د دغو لیدو کتو خبر ورکړی دی.
ښاغلي خلیلزاد پرون ناوخته ( شنبه د زمري ۲۵مه) پر خپله ایکس پاڼه لیکلي، د اګست په ۲۵مه او ۲۶مه به پاکستان د طالبانو د دغو مخالفانو د یوه کانفرانس کوربه توب وکړي.
خلیلزاد لیکلي، د طالبانو دغو مخالفانو کې هغه څېرې هم شاملې دي چې د طالبانو د حکومت په ضد د تاوتریخجن مقاومت ملاتړي دي.
خلیلزاد د پاکستان پر دې کار تاسف څرګند کړی دی، خو دا جزیات یې نه دي ورکړي چې کوم افغان سیاستوال به د پاکستان په غونډه کې برخه اخلي.
یوشمیر خبریالانو لیکلي چې په دغو کسانو کې د افغانستان پخواني جهادي مشران او مدني فعالان شامل دي.
راپورونو کې ویل شوي چې دا لیده کاته په اسلام اباد کې د جنوبي اسیا د ستراتیژیک ثبات انستیتیوت ( SASSI) له خوا پلان شوي او هدف یې باور جوړونه ده.
د پاکستان بهرنیو چارو وزارت تراوسه په دې اړه رسمي څه نه دي ویلي.
دا په داسې حال کې ده چې د اګست په سر کې اسلام اباد ته د طالبانو د بهرنیو چارو د وزیر امیرخان متقي پلان شوی سفر وځنډیده او وروسته وویل شول چې ملګرو ملتونو متقي ته د سفر اجازه نه ده ورکړې.
د طالبانو مخالفان داسې مهال اسلام اباد ته ځي چې ټاکل شوې د همدغې اونۍ د چهارشنبې په ورځ کابل د پاکستان او چین د بهرنیو چارو وزیرانو کوربه وي.
د پاکستان جیو نیوز راپور ورکړ چې د طالبانو د بهرنیو چارو وزیر امیرخان متقي، د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ یي او د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر او د صدراعظم مرستیال اسحاق ډار به د چهارشنبې په ورځ په کابل کې سره وویني.
د پاکستاني سرچینو په وینا د دې غونډې اجنډا د ترهګرۍ ضد مبارزه او د چین-پاکستان اقتصادي دهلیز( کمربند او لارې) پروژې پراختیا ده.