د طالبانو د واکمنۍ څلورمه کلیزه، پلویانو یې لمانځلې، خو مخالفان یې وایي، جشن کې شریک نه وو

کابل کې د طالبانو د څلورمې کلیزې د لمانځلو یوه څنډه

نن د زمري ۲۴مه د طالبانو د بیاواکمنۍ ۴ کاله پوره شول د کابل د لویې جرګې په خیمه کې ځانګړي مراسم جوړ شوي وو چې د طالبانو د کابینې غړو، د هغوی پلویانو او بهرنیو ډیپلوماتانو ګډون په کې کړی وو. یوشمیر کابل ښاریان وایي، دوی جشن کې ځکه ګډون نه دی کړی چې په خبره یې د طالبانو له تګلارو سره مخالفت لري.

د کابل ښار د نهمې ناحیې یوه دکاندار چې نه یې غوښتل نوم یې په راپور کې خپور شي ازادی راډیو ته وویل، طالبانو په زوره د دوی پر دکانونو خپل بیرغونه ورځړولي او له خلکو یې غوښتي چې د بیرغونو په نصبولو سره د دوی د بریا د ورځې په نمانځلو کې برخه واخلي"د چهارشنبې په ورځ راغلل او له موږه یې وغوښتل چې د دکانونو پر سر بیرغونه راځوړند کړو او ټینګار یې وکړ چې که تاسو بیرغونه ونه ځړولئ نو موږ به ستاسو دکانونه مهرولاک کړو، موږ له مجبوریته بیرغونه نصب کړل، نن دوی سره بل څوک نشته، یوازې دوی دي چې دېخوا ته او هاخوا ګرځي راګرځي، خلک نشته او ټول ځایونه تش دي، زموږ کار او بار هم کمرنګه شوی دی."

له دې سره سره بیا یوشمیر ښاریانو په دې جشن کې ګډون کړی او د طالبانو له سرتیرو او بیرغونو سره یې انځورونه اخیستي دي.

د کابل ښار د اوومې ناحيې يوه اوسېدونکې مېرمنې چې دې هم نه غوښتل نوم يې په راپور کې واخيستل شي، وويل چې خلک په تیره بیا میرمنې له طالبانو خوښې نه دي."شاید دوی خپله په دې ورځ خوشحاله وي، خو د کابل فضا په بشپړه توګه ستړې کوونکې ده، خلک ناهیلي په خپلو کورونو ناست دي، موږ واقعاً له اوسني وضعیت څخه دخوښۍ احساس نه کوو، په هېواد کې زده کړې بندې دي، د خلکو اقتصاد کمزوری دی، کار نشته، نن د بهر فضا له خلکو خالي ده، کله چې مې له کوره بهر ته وکتل، پر موټرونو یې بیرغونه لګولي او ګزمې کوي، خو خلک دوی ته د کرکې په سترګه ګوري."

هڅه مو وکړه چې د طالبانو له لوري د اګسټ د ۱۵ مې د ورځې نمانځنې او د دوی په حکومت د خلکو د دغو نیوکو په اړه د طالبانو د حکومت د کورنیو چارو وزارت د ویاند عبدالمتین قانع نظر ولرو، خو نوموړي د راپور تر خپرېدو زموږ پوښتنې ځواب نه کړې.

خو د کابل ښار اوسېدونکو ولې په پراخ ډول د طالبانو لخوا د کابل د سقوط د نمانځلو کې ګډون ونه کړ او دوی سره یې دا ورځ ونه نمانځله؟

د پلازمېنې کابل ځینې اوسېدونکي ادعا کوي چې د طالبانو حکومت په تیرو څلورو کلونو کې له شپږم ټولګيو پورته د نجونو پر وړاندې د زده کړو دروازې تړلې، له خلکو په ځانګړې توګه له هغو ښځو چې د خپلو کورنیو سرپرستانې دي، د کار کولو حق اخیستی، بې وزلي زیاته شوې ده، اوپه خبره یې د نورو ستونزو سربیره، په کابل کې د امر بالمعروف او نهی عن المنکر وزارت لخوا د ښځو وروستيو ځورونې د دوی اندیښنې لاپسې زیاتې کړې دي.

هغه څه چې نړیوالو سازمانونو او د بشري حقونو ادارو په تیرو څلورو کلونو کې په دوامداره توګه د افغانستان په کچه راپورونه ورکړي او د دې وضعیت په اړه یې د اندیښنې په څرګندولو له طالبانو غوښتي چې د خلکو ستونزو ته رسیدنې وکړي او په ښځو او نجونو باندې دې محدودیتونه پای ته ورسوي.

د کابل ښار دا اوسیدونکي په تیرو څلورو کلونو کې د طالبانو د حکومت پر کړنو په داسې وخت کې نیوکه کوي، چې له تیرو څو ورځو راهیسې، یو شمیر افغان معترضو ښځو د نړۍ په بیلابیلو ښارونو کې په غونډو اواعتراضونو سره د اګست ۱۵مه "توره ورځ" بللې او د تیرو څلورو کلونو په ترڅ کې یې د افغانانو، په ځانګړي ډول د ښځو په وړاندې د طالبانو پر کړنو د نیوکې تر څنګ، په افغانستان کې د د دوی په خبر د "طالباني " نظام د پای ته رسېدو غوښتنه کړې ده.

طالبان بیا دغه جشن د " فتح " په نوم لمانځي او وایي چې د خپلو جګړو او قربانیو په مټ یې د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو ښکیلاک پای ته ورسوه او د هغوی له ملاتړه برخمن نظام یې نسکور کړ.