د ټرمپ-پوتین سرمشریزه او د کییف اندیښنه

ټرمپ او پوتین-ارشیف

د روسیې ولسمشر الاسکا ته ولاړ چې له خپل امریکایي سیال سره وګوري. تمه کیږي چې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د هغه روسي سیال ولادیمیر پوتین نن په الاسکا کې د اوکراین د جګړې د پای ته رسولو په لارو چارو بحث وکړي.

د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د متحده ایالاتو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د مخامخ لیدنې او د اوکراین په وړاندې د روسیې د ۴۲ میاشتنۍ جګړې د احتمالي حل په هدف د خبرو اترو لپاره په الاسکا کې دی.

ننۍ( د اګست ۱۵ مه) سرمشریزه د الاسکا په جنوب کې د دغه ایالت په تر ټولو ستر ښار انکوریج کې په یوه هوایي ډګر کې ترسره کیږي. دا غونډه به په سیمه ایز وخت د سهار په ۱۱:۳۰ بجو په الاسکا کې پیل شي.

له دې غونډې د اوکراین مشران څنډې ته پاتې شوې دي، اروپایي مشران هم څنډې ته پاتې شوې دي او دوی ټول داسې احتمالي موافقې ته اندیښمن دي چې پکې د اوکراین دریځ کمزوری شي یا له اوکراین څخه د اروپایي متحدانو د ملاتړ د کمزوري کیدو سبب شي.

د ازادې اروپا / راډیو ازادي راډیو د خبر د مرکزي څانګې د راپور له مخې دا غونډه د روسانو لپاره یوه کوچنۍ بریا ګڼل کیږي ځکه چې پوتین دا خبرې د امریکا په خاوره کې په هغه سیمه کې چې یو وخت د روسیې مربوط وه ترسره کوي او دا سفر په داسې وخت کې ترسره کوي چې د نړیوالې جزایي محکمې له لورې د پوتین د نیولو حکم صادر شوی دی.

ډونالډ ټرمپ، چې د خبرو اترو په وړتیا باور لري، تر دې دمه د اوکراین د جګړې د پای ته رسیدو په برخه کې له خپلو ترسره کړیو هڅو ناهیلی شوی هم دی.

د لویدیځوالو د اټکلونو له مخې، د اوکراین په وړاندې د روسیې په ۴۲ میاشتنۍ جګړې کې له یو ملیون څخه ډیر روسي سرتیري وژل شوي یا ټپیان شوي دي او د اوکراین تلفات سلګونو زرو ته رسیدلې دي.

ټرمپ د اګست په ۱۴مه په سپینه ماڼۍ کې خبریالانو ته وویل چې دی ولسمشر دی او څوک یې تیرې ایستلی نه شي. ټرمپ دا هم وویل، که غونډه بده وي، نو ډیره ژر به پای ته ورسیږي او که ښه وي، نو دوی به په نږدې راتلونکي کې سولې ته ورسیږي.

ولادیمیر پوتین، چې د روسیې د سیاسي شخصیت په توګه یې د خپل ۲۵ کلونو په اوږدو کې په رسمي ډول د امریکا له پنځو مختلفو ولسمشرانو سره لیدلي دي، د اګست په ۱۴مه د کریملین له لوړ پوړو چارواکو سره د غونډې پرمهال د الاسکا د غونډې په اړه خوشبیني څرګنده کړه او ویې ویل چې د وسلو د کنټرول د یوه نوي تړون په اړه به هم موافقې ته ورسیږي.

د کریملین څخه په خپره شوې ویډیو کې پوتین وویل چې سپینه ماڼۍ د دښمنۍ د پای ته رسولو لپاره خورا پياوړې او رښتونې هڅې کوي، داسې هڅې چې د ټولو لوریو په ګټه وي.

روسیې د دوه زره دوه ویشتم کال د فبروري په څلرویشتمه پر اوکراین غیر موجه برید پیل کړ چې لا هم دا جګړه روانه ده.