په افغانستان کې د جمهوري نظام د سقوط ورځ څرنګه وه؟

د طالبانو وسله وال په کابل کې-۲۰۲۱-ارشیف

د اګست څوارلسمه په افغانستان کې د جمهوري نظام له ورستۍ ورځې سره برابره ده. د ۲۰۲۱ زېږدیز کال د دې ورځې په سبا طالبان کابل ته ننوتل او د جمهوري نظام سقوط او خپله بریایې یې اعلان کړه.

د ۲۰۲۱ کال په اګست کې د جمهوري نظام د سقوط په ورځ د افغانستان په ملي شورا کې د کابل ولایت د خلکو استازې شیکۍ کړوخیل وایي: " زه د شنبې په ورځ کابل کې په خپل کور کې ومه، زمونږ د ملي شورا د اوړي یوه نیمه میاشت رخصتیانې وې."

اغلې کړوخیل د دغه کال د اګست د څوارلسمې د جمهوري نظام د ورستۍ ورځې د وضعیت کیسه کوي چې په سبا یې طالبان کابل ته داخل شول.

اغلې کړوخیل وايي:

" پوهېدو چې وضعیت فوق العاده خرابه دی خو په دې ډاډه نه وو چې په دومره شدت به سباته جمهوریت سقوط کوي یا جمهوریت به ختمېږي، نو ۱۴ د اګست د بې سرنوشتۍ یو وضعیت و چې د اندېښنې وړ و او اندېښنه هم رامنځته شوه. "

په تیر جمهوري نظام کې د دفاع وزارت پخوانی سرپرست شاه محمود میاخیل چې دا شپې ورځې یې قطر کې د سفیر کېدو اوازه خپره وه او د ده په خبره چې د ۲۰۲۱ کال د اګست په څوارلسمه افغانستان کې نه و ازادي راډیو ته د دې ورځې په اړه په لیکلي پیغام کې ویلي " حالات مې مسلسل تعقیبول. هره ورځ مې د ولایتونو او بالاخره د کابل سقوط لیده نو سخت مایوسه او خفه کیدم ځکه له یوې خوا څه چې منحیث د یو نظام په تیرو شلو کلونو کې جوړ شوي وو هغه مخ په خرابیدو وو او هم افغانستان یو ځل بیا شل دیرش کاله شاته تللو ."

دې زیاتوي چې بیا تر سقوط وروسته نور هم ځوریده، ځکه چې په خبره یې د افغانستان بشري سرمایه له هیواده وتله.

هغه مهال د کابل پوهنتون د ژورنالیزم پوهنځي استاد حمید بیت الله چې اوس د امریکا د نیویارک په راچستر پوهنتون کې میلمه څېړونکی دی وايي دا ورځ یې کابل پوهنتون کې تدریس کولو، په خبره یې د امنیتي اندېښنو سره سره محصلین، هم نجونې او هلکان ډیر راغلي وو، او هر صنف کې به دوه ورته پوښتنو سره مخ کېدو. هلکانو به ورنه پوښتنه کوله چې استاد د وضعیت په اړه څه فکر کوئ او نجونه به پوښتل، چې زمونږ راتلونکې کې به څنګه شي؟

نوموړی زیاتوي:

" یو څه چې زه پرې ډاډه وم په کابل کې د نړیوالې ټولنې او د ټولې نړۍ د سفارتونو شتون و نو په همدې بنسټ مې دوی ته وویل چې دا د واک ګټلو جګړه ده او طالبان یوازې هڅه کوي چې په واک کې شریک شي او ډېرې چوکۍ تر لاسه کړي، نو ټوله نړیواله ټولنه دلته حاضره ده او شل کاله یې د دې جمهوریت د ساتلو لپاره کار کړی نو مونږ سره به لا هم دوی درېږي. "

خو ښاغلی بیت الله وايي په خواشینۍ سره چې دا ډاډ یې ناسم ثابت شو۰

د شنبه ارغواني په نوم د ښځو د یو غورځنګ مشره مریم معروف اروین چې وايي هغه مهال هم د ښځو د حقونو فعاله او د سولې په پروسه کې به د ښځو د وندې او رول په اړه له رسنیو سره غږېده ازادي راډیو سره یې خبرو کې وویل، اصلا باور یې نه کوو چې داسې ورځ بیا راشي، چې دوی له صفر مبارزه او له صفر قرباني ورکړي.

دی وايي دا ورځ هم دا د دوه، درې رسنیو د ژوندیو خپرونو ميلمنه وه:

" په دې ورځ کابل ظاهراً ارامه و، خو د کابل او ډیری ولایتونو تر پوټکي لاندې د راتلونکي په اړه یوه ډول ویره، نا راحتي، ابهام او اندېښنه موجوده وه، هیچا زما په ګډون فکر نه کوو چې یوه ورځ بله د داسې یوې دلې په لاس د دې ټولو لاسته راوړونو سقوط ته پاتې ده چې په شدت سره ښځه ځپونکې ده او په واکمنېدو سره یې مونږ د افغانستان ښځې نن محبوره یو چې د خپل ډیرو لومړنیو حقونو لپاره چې ښوونځي او پوهنتون ته تګ دی له صفر نه باید مبارزه وکړو او له صفر باید بیا قرباني ورکړو. "

دا چې طالبان په دې ورځ څه فکر او څه وضعیت کې و ومو غوښتل هغه مهال په قطر کې د دوی د سیاسي دفترد ویاند او اوس دغه هیواد کې د طالبانو حکومت له سفیر سهیل شاهین سره خبرې وکړو خو نوموړي له ژمنې سره سره په دې اړه ازادي راډیو ته څه ونه ویل.

د ۲۰۲۱ کال د اګس د څوارلسمې په سبا جمهوریت سقوط او طالبان بیا په افغانستان واکمن شول.

مخکیني ولسمشر محمد اشرف غني هغه مهال ویلي وو چې د وینې تویدنې د مخنیوي لپاره یې دا کار وکړ، ځکه په خبره یې طالبانو دا څرګنده کړې وه چې د ده د لرې کولو لپاره حاضر دي په ټول کابل او د کابل په خلکو حمله وکړي.

خو د طالبانو د لومړۍ واکمنۍ پر مهال په پاکستان د دوی سفیر عبدالسلام ضعیف مخکې ازادي راډیو سره مرکه ویلي وو چې دی هغه مهال دوحه کې و او توافق دا و چې طالبان به کابل ته نه ننوځي او یوه سیاسي هوکړې به رامنځته کېږي خو ادعا یې کړې وه او ویلي یې وو، ورسته چې د واک تشه رامنځته ته شوه دوی د امنیت د ټینګښت لپاره کابل ته ننوتل، هغه ادعا چې د تېر جمهوري نظام بېلابیلو چارواکو مخکې مختلفو رسنیو سره په خبرو کې په وار وار رد کړې ده.