سیګار؛ طالبان بشري مرستې په زور له اړمنو کسانو اخلي او خپلو خپلوانو يې ویشي

د افغانستان د بیارغونې لپاره د امریکا د ځانګړي مفتش اداره (سیګار) وايي، طالبان د "زور په کارولو" سره د هېواد په بیلابیلو برخو کې د مرستو رسولو بهیر ګډوډوي او له دغو بشري مرستو "لږکۍ محروموي".

سیګار په خپل تازه راپور کې ویلي،" دا اطلاعات يې په افغانستان کې د امریکا د متحده ایالاتونو او د ملګرو ملتونو له ۹۰ پخوانیو او اوسنیو کارکوونکو ترلاسه کړي دي".

په راپور کې راغلي، طالبان " د زور په ګډون له هرې ممکنې وسیله ګټه اخلي څو دغه بشري مرستې هغه ځای او کسانو ته ورسیږي چې دوی يې غواړي".

د سیګار په ټکو، د طالبانو دا کړنه د بهرنیو تمویل کوونکو د اصولو خلاف ده.

طالبانو په ځلونو د بشري مرستو د رسولو په بهیر کې خپله مداخله رد کړی، خو د بشري مرستو رسونکو سازمانونو بیا د مرستو د رسولو په بهیر کې د طالبانو له مداخلې په ځلونو شکایتونه کړي دي.

یو شمیر اړمنو کسانو ازادي راډیو سره خبرو کې شکایت کړی چې طالبان په خپله بشري مرستې ویشي او اړمنو او مستحقو کسانو ته نه رسیږي.