د طالبانو د حکومت د استخباراتو له لوري په دایکندي کې د نسیم راډيو د مسول او دوه خبریالانو له نیول کېدو پنځه ورځې وروسته اوس دغه راډيو له ۱۳ کلن فعالیت وروسته په دایکندي او بامیانو کې د خپلو خپرونو د بندېدو اعلان کړی دی. دغه راډیو دوشنبه د اګست په ۱۱ مه په خپله فیسبوک پاڼه په خپره کړې اعلامیه کې ویلي دي چې ځیني وختونه د غږ د زغملو نه وي. په اعلامیه کې هیله ښودل شوې چې ، که شرایط برابر شي، ښایي دا راډیو بیا خپلې خپرونې پیل کړي. د روانې اګسټ په ۵ مه د افغانستان د خبریالانو مرکز خبر ورکړو چې، د طالبانو استخباراتو په دایکندي کې د نسیم راډیو رییس او دوه خبریالان ونیول او د راډیو ځینې تجهیزات یې ضبط کړل. دغه مرکز په یوه اعلامیه کې ویلي وو چې د نسیم راډیو کارکونکي د داعش او د وسله والو طالبانو د مخالفینو په اړه د ملګرو ملتونو د راپور د پوښښ په تور نیول شوي او تحقیقات ترې شوي دي. هڅه مو وکړه چې د نسیم راډيو د مسولینو نظر هم ولرو خو بریالي نه شو. په دایکندي او بامیانو کې د دغه راډيو د فعالیتونو د بندیدو خبر د رسنیو یو شمیر ملاتړی بنسټونه او د رسنیو مسولین اندېښن کړي دي. د افغانستان له رسنیو د ملاتړ بنسټ ریس حامد عبیدي وايي د نسیم راډیو د تړلو پرېکړه په افغانستان د حاکم نظام د فشارونو پایله ده.
"په دې کې شک نشته چې نسیم راډیو د حاکم نظام د فشارونو له امله وتړل شوه، یوه اونۍ مخکې د دې راډیو خبریالان نیول شوي وو او په ډېر احتمال د خوشې کېدو په بدل کې به دا ژمنه ترې اخیستل شوي وي چې راډيو مو باید وتړئ، له بده مرغه دا کولای شي ډېر خراب پیغامونه ولري. " د افغانستان د خبریالانو مرکز د عامه اړیکو مسولې سمیه ولیزاده هم د دغه راډيو بندیدو ته په اشارې وویل هغه پالیسي چې طالبانو د بیان د ازادۍ او افغان رسنیو په اړه غوره کړې دا به په دې هیواد کې د رسنیو وضعیت نور هم کړکیچ کړي. په ورته وخت کې له افغانستانه بهر د مرز په نوم ټلویزیون ریس ادریس فاروقي ازادي راډيو ته وویل: "په بامیان او دایکندي کې د یوې سیمه ییزې راډيو تړل کېدل واقعاً د اندېښنې وړ ده، موږ په وروستیو کلونو کې د زیاتو رسنیو د تړل کېدو شاهدان یو، په ځانګړي ډول د اقتصادي ستونزو او د حاکم نظام د فشارونو له امله، د دې وضعیت دوام په افغانستان کې د رسنیو ټول همکاران او مسولین سخت اندېښمن کړي دي." په افغانستان کې د ملګرو ملتونو سیاسي استازولۍ یا یوناما هم په وروستیو کې د طالبانو د حکومت له لوري په رسنیو د محدودیتونو او د رسنیو د ځپنې په اړه اندېښنه ښودلې او ویلي یې دي چې معلوماتو ته د افغانانو د لاسرسي په اړه د محدودیتونو زیاتوالي د بیلابیلو مسایلو په اړه د عامه بحثونو مخه ډب کړې ده. یوناما د اګسټ په ۱۰مه په خپل راپور کې ویلي چې په دې هېواد کې د واکمنو چارواکو لخوا پلي شوې پالیسي د بشري حقونو نورو مسلو ته د رسیدو سربیره مانا داره بحثونه ځپلي او د رسنیو محتوا محدودوي. د طالبانو حکومت تر اوسه د نسیم راډيو د خپرونو د بندیدو په اړه څه نه دي ویلي خو مخکې یې ویلي چې د اسلامي شریعت له مخې د بیان ازادۍ ته ژمن دي او زیاته کړی چې په افغانستان کې هیڅ خبریال د رسنیز فعالیت په تور نه دی نیول شوی. داسې مهال چې د خبریالانو یو شمېر ملاتړو بنسټونو او د افغانستان د خبریالانو مرکز په دې وروستیو اونیو کې له لسو څخه د زیاتو خبریالانو د نیولو خبر ورکړ او د طالبانو له لوري یې په رسنیو محدودیتونه وغندل. |