د طالبانو د حکومت د صنعت او سوداګرۍ د سرپرست وزیر نورالدین عزیزي په مشرۍ یو پلاوی د قرغیزستان په اقتصادي فورم کې د ګډون په موخه دې هېواد ته تللی دی.
دغه وزارت پرون دوشنبې پر خپلې ایکس پاڼې ویلي، "پلاوی د قرغیزي چارواکو سره د دواړه اړخیزو اقتصادي اړیکو پر پراختیا خبرې کوي".
بل پلو، د صعنت او سوداګرۍ وزارت مرستیال احمدالله زاهد په کابل کې له چینايي سوداګرو سره کتلي دي.
دغه لیدنه پرون دوشنبې ترسره شوې.
د صعنت او سوداګرۍ وزارت په یو خبرپاڼه کې ویلي، "چینايي سوداګر لیوالتیا لري چې د افغانستان د انرژۍ، د برېښنا د کارخونو په جوړیدو او ساختماني سکتور کې پانګونه وکړي.
که څه هم چینايي سوداګر وخت ناوخت په افغانستان کې له پانګونې سره لیوالتیا ښيۍ خو هم د طالبانو حکومت او هم چینايي پانګوالو په دې برخه کې کړې ژمنې چې بې کاره خلکو ته د پانګونې له لارې د دندې موندل دي پوره کړې نه دي.