اوکرایین او روسیه دې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، روسیه او اوکرایین دې د جګړې د پایته رسولو لپاره د خپلې خاورې له یوې برخې تیر شي.

ټرمپ پرون دوشنبې په سپینه ماڼې کې خبریالانو ته وویل، "له پوتین سره ناسته او خبرې اترې په اصل کې د شرایطو د سنجولو یوه ناسته ده".

د ټرمپ په ټکو، "شاید د ناستې په لومړیو دوو دقیقو کې پوه شم چې له پوتین سره د سولې په خبرو کې پرمختګ ممکن دی او کنه".

هغه وړاندې وویل، "ټینګار به يې پر پوتین دا وي چې جګړه پای ته ورسوي".

تمه ده د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ او د روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین د راروانې جمعې په ورځ په الاسکا کې د اوکرایین د جګړې د پایته رسولو په اړه وګوري.

له ۲۰۲۱کال راهیسې دا به د پوتین او ټرمپ ترمنځ لومړنۍ لیدنه وي.

ټرمپ ویلي، هڅه به يې دا وي چې پوتین قانع کړې څو د جګړې د پایته رسولو لپاره د اوکرایین د نیول شوې خاورې یوه برخه ورپریږدي.

د هغه په ټکو، روسیې د اوکرایین شرقي سیمې چې ډیر ارزښتمنې سیمې دي اشغال کړي دي.

بل پلو، د اروپايي ټولنې مشران اندیښمن دي چې ټرمپ په دې ناسته کې له پوتین سره نامطلوبه هوکړه ونه کړي.

دغو مشرانو تیره ورځ د یوې ګډې اعلامیې په خپرولو سره ویلي و، " نړیوالې پولې دې په زور نه جوړیږي".