د ایران د بهرنیو چارو وزارت ویاند اسماعیل بقايي وايي، که اړتیا وي له امریکا سره د اټومي پروګرام په اړه غیرمستقمیو خبرو اترو ته دوام ورکوي.
هغه پرون دوشنبې خبریالانو ته وویل، د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې فني پلاوی په تهران کې دی او له دوی سره به خبرې اترې ستونزې او پیچلي وي.
د بقايي په ټکو، د دې احتمال شته چې د بهرنیو چارو وزیر عباس عراقچي له دغه پلاوی سره وګوري.
بقايي د ایران او اسراییلو ترمنځ ۱۲ورځینۍ جګړې پرمهال د نړیوالې اټومي انرژۍ ادارې پر دریځ نیوکه وکړه او وویل، د ایران اټومي بټۍ په تیرو کلونو کې په ۲۴ساعته توګه د دغې ادارې تر څار او کنټرول لاندې وې خو د برید پرمهال يې د اسراییلو او امریکا پر وړاندې هیڅ ډول اقدام ونه کړ.
د هغه په ټکو، دغې ادارې پر اټومي بټو حتی دغه برید غندلی نه دی.
امریکا دوه میاشتې وړاندې د ایران او اسراییلو ترمنځ د جګړې پرمهال د دغه هیواد درې اټومي بټۍ په نښه کړې.
امریکا ویلي، په دې بریدونو کې يې د ایران اټومي بټۍ کاملا له منځه وړي دي.