په تیرو څو میاشتو کې ایران او پاکستان ۸۰۰زره افغان ماشومان اخراج کړي

د ماشومانو د ساتنې سازمان« سیف د چلډرن» وايي، په داسې حال کې چې په افغانستان کې له هرو پنځو ماشومانو یو یې د لوږې له سخت ناروین سره مخ دی، په اوسط ډول په هرو ۳۰ ثانیو کې یو ماشوم له ایران یا پاکستانه هیواد ته ستنېږي.

دې سازمان د دوشنبې په ورځ د اګست په ۱۱مه، په یوه راپور کې ویلي چې د روان میلادي کال له پیله ۸۰۰ زره ماشومان له ایران او پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي، چې دا شمېره د تیر کال په پرتله دوه چنده ډېر دی.

زما څلور ماشومان په لاره کې ناروغه شول او د ګرمۍ له امله نږدې مړه شوي وه، موږ نه کور لرو او نه ځای لرو، چې کله کوچني وو، دلته مو هرڅه وپلورل او تهران ته ولاړو، خو له هغه ځایه یې هم را وایستلو، موږ ملګرو ملتونو ته لاړو، خو دوی زموږ پوښتنه ونه کړه
کریم

په راپور کې زیاته شوې چې د دې ماشومانو نږدې درې پر څلورمه برخه له ایرانه ستانه شوي دي.

«سیف د چلډرن» زیاته کړې چې د دې ماشومانو له ډلې زرګونه یې له سرپرست پرته هېواد ته ستنېږي، چې ډیری یې یا په ګاونډیو هیوادونو کې زیږیدلي یا یې هلته له ډېرو کلونو راهیسې ژوند کړی دی.

دې سازمان زیاته کړې چې د ماشومانو جبري ستنېدل، په ځانګړې توګه هغوی چې سرپرست نه لري، د استقمار، ناوړه ګټه اخیستنې او بې غورۍ خطر زیاتوي.

په راپور کې د ماشومانو د ساتنې سازمان د افغانستان د ملاتړ برخې د مشرې سمیرا سید رحمان په حواله ویل شوي چې افغانستان ته د خلکو د ستنېدو شدت او سرعت اوس بې ساری دی او دوی د بشپړ بشري بحران په درشل کې دي.

سیف د چلډرن ویلي چې دوی د افغانستان په لویو ښارونو کې د کورنیو لویې ډلې لیدلي چې په پارکونو او خلاصو ځایونو کې ژوند کوي.

په ورته وخت کې، یو شمیر هغه کورنۍ چې کوچني ماشومان لري او په دې وروستیو کې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته ستنې شوي د مرستې غوښتنه کوي.

په دې اړه نور: په ایران او پاکستان کې افغان محصلینې: اندېښمنې یو چې هیواد ته د ستنېدو په صورت کې به بې برخلیکه شو

کریم محمدي، چې په دې وروستیو اونیو کې له ایرانه د فاریاب ولایت میمنې ښار ته له خپل پلار، مور، میرمنې او څلورو ماشومانو سره راستون شوی او هلته په یوه خیمه کې ژوند کوي، د خپلو ستونزو په اړه یې ازادي راډیو ته وویل،

"زما څلور ماشومان په لاره کې ناروغه شول او د ګرمۍ له امله نږدې مړه شوي وه، موږ نه کور لرو او نه ځای لرو، چې کله کوچني وو، دلته مو هرڅه وپلورل او تهران ته ولاړو، خو له هغه ځایه یې هم را وایستلو، موږ ملګرو ملتونو ته لاړو، خو دوی زموږ پوښتنه ونه کړه، او ویل یې چې ولاړ شئ، دلته راغلو چې طالبان خلکو سره مرسته کوي خو دوی موږ ته هیڅ کارت یا مرسته نه ده راکړې، موږ هیڅ نه لرو، موږ د خوړلو لپاره څه نه لرو، د خلکو د دروازو تر شا اړ پاتې یو، هیڅ څوک موږ سره مرسته نه کوي، زموږ ماشومان ناروغان شوي، خو موږ نه شو کولای چې ډاکټر ته یې بوځو، موږ دلته په یوه خالي ځمکه کې خیمه درولې ده، موږ څلور غبرګوني ماشومان لرو چې د مور شیدې خوري، زموږ غوښتنه دا ده چې له موږ سره مرسته وکړي."

تر دې مخکې، د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام (UN-Habitat) د اګست په ۸مه وویل چې له ګاونډیو هیوادونو افغانستان ته د ستنېدونکو ۶۰ سلنه د ۱۸ کلونو څخه کم عمر لري.

د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنرۍ (UNHCR) په دې وروستیو کې اعلان وکړ چې سږکال له ۲.۱ ملیون څخه ډیر افغانان افغانستان ته ستانه شوي یا بیرته ستنېدو ته اړ شوي دي، چې په کې له ۱.۶ ملیون څخه ډیر له ایرانه او له ۳۵۲ زرو ډیر له پاکستانه ستانه شوي دي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان په خپل نوي راپور کې دا هم ویلي چې له ګاونډیو هیوادونو د کډوالو له ستنېدو مخکې،د افغانستان نږدې نیمایي نفوس بشري مرستو ته اړتیا درلوده، او سږکال د بودجې سخت کمښت د دې لامل ګرځېدلی چې د بشري مرستو لپاره مرستندویه ډلې له ډیرو اړتیاوو سره مخ شي او په ټکو یې دا ناورین لا هم له نا کافي او کمو سرچینو سره مخ دي او په خبره یې په پایله کې به یې ماشومان تر ټولو ډیر زیانمن شي.

د ماشومانو د ساتنې سازمان په نړیواله ټولنه غږ کړی چې په پولو کې د بیړنیو اړتیاوو د پوره کولو لپاره سمدستی ملاتړ زیات کړي او په افغانستان کې راستنیدونکو ته اوږدمهاله مرستې چمتو کړي.