د طالبانو او یوناما نانندرۍ، د بهرنیو چارو وزارت د ( مناسب اقدام) خبرداری ورکړی

د یوناما مشره روزا اتونبایوا او د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت سرپرست امیرخان متقي، ارشیف

د طالبانو د حکومت د بهرنیو چارو وزارت د ملګرو ملتونو مرستندوی ماموریت ( یوناما) ته خبرداری ورکړی چې د دوی په ټکو " بې بنسټه راپورونو" په تړاو به یې " مناسب اقدام" وکړي.

دوی پرون یکشنبه په یوه خبرپاڼه کې دغه څرګندونې د یوناما د بشري حقونو څانګې د هغه راپور په غبرګون کې کړي چې له ایران او پاکستانه د ایستل شویو افغانانو پر وضعیت څرخېده.

یوناما د زمري میاشتې په لومړیو کې په یوه راپور کې وویل، هغه کډوال چې په زوره له ایران او پاکستانه افغانستان ته ایستل کېږي، د طالبانو له‌ خوا له شکنجې، ناوړه چلند، بې ‌دلیله نیونو او امنیتي ګواښونو سره مخ دي.

د طالبانو بهرنیو چارو وزارت ویلي، د یوناما "دغه راپور زیاتره د هغو محدودو اشخاصو انفرادي تجربې انځوروي چې د ادعاوو پر اساس له ستونزو سره مخ شوي، حال دا چې د هغو میلونونو افغانانو مثبتو تجربو ته چې په امن، باعزته او باثباته شرایطو کې خپل هېواد ته راستانه شوي دي، انعکاس نه دی ورکړل شوی".

دا لومړی ځل نه دی چې د طالبانو حکومت د ملګرو ملتونو له څیړونکو سره په نانندریو اوړي، دوی تیر کال د افغانستان د بشري حقونو لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي راپورتر پر راپورونو نیوکې وکړې او افغانستان ته یې د هغه پر سفر بندیز ولګوه.