لسګونه زره اسراییلیانو د غزې د جګړې له پراخولو سره مخالفت وښود

اسراییلي مظاهره چیان

لسګونه زره اسراییلیانو په تل ابیب کې د غزې د جګړې د پراخوالي په ضد مظاهره وکړه.

د جرمني خبري اژانس ( ډي.پي.اې) لیکلي، دغه کسان پرون شنبه ( د زمري ۱۸مه) وروسته تر هغه سړکونو ته راووتل چې د اسراییل دولت په غزه کې د جګړې د پراخولو طرحه وړاندې کړه.

مظاهره د هغې ټولنې له خوا جوړه شوې وه چې غړي یې غزه کې د برمته شویو اسراییلیانو خپل خپلوان دي.

دوی وایي چې د غزې د جګړې پراخول به هلته پاته برمته شوي اسراییلیان هم له خطر سره مخامخ کړي.

د اسراییل د صدر اعظم بنیامین نتنیاهو کابینې د جمعې په ورځ د عملیاتو د پراخولو او د غزې تړانګې د بشپړې نیولو له طرحې سره موافقه وښوده.

اسراییلي چارواکي وایي، لا هم ۵۰ برمته شوي اسراییلیان په غزه کې پاته دي چې ویل کیږي لږ تر لږه شل هغه یې ژوندي دي.