د هند د هوایي ځواکونو قومندان وایي، له پاکستان سره یې د مې میاشتې د څلور ورځنۍ جګړې پر مهال د هغوی پنځه جیټ الوتکې او یوه بله پوځي الوتکه ویشتلې ده.
مارشال اې پي سینګ دغه څرګندونې پرون شنبه ( د زمري ۱۸مه) په بنګلور کې یوې غونډې ته وکړې او د رویټرز په حواله، دا لومړی ځل دی چې د هند یو لوړپوړی چارواکی له پاکستان سره د جګړې دا ډول جزیات رسنیز کوي.
د پاکستان د دفاع وزیر خواجه اصف بیا دا خبرې رد کړي او ویلې یې دي، هند د پاکستان هیڅ یوه الوتکه نه ده ویشتلې.
د کشمیر په پهلګام کې پرسیلانیانو له خونړي برید وروسته په مې میاشت کې هند پر پاکستان برید وکړ چې له ځوابي حملې سره مخامخ شو.
دغې جګړې څلور ورځې دوام وکړ او دواړو لورو یو بل ته د زیان اړولو ادعا کړې ده.
هندي چارواکو تیره اونۍ وویل چې د پهلګام په برید کې ښکیل درې تنه ترهګر یې وژلي دي.