په اسلام اباد کې پولیسو په لسګونو افغانان نیولي

ارشیف

پاکستاني پولیسو د دغه هیواد په پلازمینه اسلام اباد کې لسګونه هغه افغانان چې د جرمني د بیا مېشتېدو کیسونه لري، له هوټلونو او مېلمستونونو نیولي

په پاکستان کې د افغان کډوالو د نیولو او له دې هیواده یې د ایستلو په دوام، تازه په اسلام اباد کې د جرمني کیس لرونکي افغانان هم د دې هېواد د پولیسو له خوا نیول شوي دي.

یوشمېر افغان کډوال چې په پاکستان کې جرمني ته د خپل لېږد په تمه دي او د دوی په وینا د جرمني د پرمختیایي ادارې ( جي ای زیډ ) په همغږۍ دې هېواد ته تللی، وايي د پاکستان پولیسو له هوټلونو او مېلمستونونو څخه له ۴۰ زیات کسان نیولي او حاجي کمپ ته یې لېږدولي دي.

د یو شمیر دوی کورنیو ازدي راډیو سره په خبرو کې اندېښنه څرګنده کړه ویې ویل، تر اوسه یې په اړه هېڅ معلومات نه لري او د خلاصون لپاره یې هڅو هم کومه نتیجه نه ده ورکړې.

فروزان، چې له څوارلسو میاشتو راهیسې له خپلې کورنۍ سره د اسلام اباد په یو هوټل کې جرمني ته د لېږد په تمه ده، د جمعې په ورځ (د اګست په ۸مه) یې ازادي راډیو سره په خبرو کې وویل:

"له بده مرغه پرون له ماسپښین دوه بجو راوروسته د خپل ورور هېڅ احوال نه لرو. ډېر اندېښمن یو. قسم په خدای، نه مو پرون شپه او نه نن ډوډۍ خوړلې، ان له کوټې نه یو وتلي. سلو کسانو ته مو زنګونه ووهل، د ( جي ای زیډ ) اړوندو کسانو سره مو اړیکه ونیوله، خپله هوټل خبر دی، څو ځایونو ته مو ایمیلونه واستول، خو له بده مرغه هېڅ احوال ورنه نشته."

د جرمني یو شمیر نور کیس لرونکي چې د اسلام اباد په نورو هوټلونو او مېلمستونونو کې هم اوسېږي، وايي پاکستاني پولیسو له دی ځایونو هم یو شمېر افغان کډوال نیولي او ځان سره یې وړي دي.

د دوی له ډلې یو تن چې ویې نه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته یې وویل، هغه هوټل کې چې دی اوسېږي، ۱۵ افغانې کورنۍ جرمني ته د لېږد په تمه دي.

ده زیاته کړه چې د پنجشنبې په ورځ، د اګست په ۷مه، پاکستاني پولیسو په هوټل چاپه وهله او هڅه یې کوله چې ټولې افغانې کورنۍ ونیسي او له ځان سره یوسي، خو د هوټل د مسوول د مداخلې په نتیجه کې یې یوازې یو شمېر کډوال د اسنادو د کتلو په پلمه له ځان سره یوړل، چې په خبره یې تر اوسه یې د برخلیک په اړه هېڅ معلومات نشته.

"پلمه یې وکړه چې اسناد یې ګورو. د هوټل مسوول هم ورسره ,لاړ څو هغوی بل ځای ته انتقال نه کړي، خو له بده مرغه د هوټل مسوول هم څه ونه شول کړای. هغوی یې هلته تم کړي وو او مسوول یې بېرته راستون کړ. شپه یې هلته تېره کړه او تر اوسه یې له حاله خبر نه یو. د ( جي ای زیډ ) د معلوماتو له مخې، هغوی یې کمپ ته لېږدولي؛ هغه ځای چې بایومټریک کېږي او د دوی د شړلو پرېکړه کېږي."

اسلام اباد کې د جرمني یو بل کیس لرونکی، چې ده هم ونه غوښتل نوم یې په راپور کې یاد شي، ازادي راډیو ته وویل:

"له دې ځایه یې درې کسان وړي دي. یوه شپه او یوه ورځ تېره شوه، هېڅ احوال یې نشته. موږ چې ( جي ای زیډ ) ته ایمیل کوو، وايي موږ په جریان کې یو، خو د هغوی ماشومان ډېر خراب حالت کې دي. موږ چې دلته یو، پاسپورټونه او ویزې مو ( جي ای زیډ ) اخیستي او وايي چې موږ ته به ویزې اخلي، خو تر اوسه ویزه نه ده راکړل شوې."

دغه افغان کډوال وايي چې د پاکستان پولیس دې چلند سخت اندېښمن کړي دي.

د راپورونو له مخې، ۲۶۰۰ په شرایطو برابر افغانان په پاکستان کې جرمني ته د لېږد په تمه دي او د جرمني د کورنیو چارو وزارت ویلي چې دغه افغانان به په ۱۶ نورو الوتنو کې دغه هیواد ته ولېږدول شي.

په تر ټولو وروستۍ الوتنه کې چې د ۲۰۲۵ د اپرېل په ۱۶مه له اسلام‌آباد څخه د جرمني لایپزیګ ښار ته وشوه، ۱۳۸ افغان کډوال دغه هیواد ته ولېږدول شول.

په تېرو شاوخوا څلورو کلونو کې له پاکستان سربیره، له څو نورو ګاونډیو هېوادونو هم له خطر سره مخ افغان کډوال، جرمني ته لېږدول شوي دي.

د جرمني «ولت ام زونتاګ» ورځپاڼې مخکې راپور ورکړی و چې دغه هېواد له ۲۰۲۱ کال راهیسې تر اوسه ۳۵،۵۰۰ له خطر سره مخ افغان کډوال له پاکستان څخه جرمني ته لېږدولي دي.

د جرمني د فدرال ادارې د احصایې د معلوماتو له مخې، د ۲۰۲۴ تر پایه په دغه هېواد کې د افغان کډوالو شمېر نږدې ۴۴۲ زرو ته رسېدلی دی.