د پاکستان حکومت د اګست له لومړۍ نېټې د سوداګریزو موټرو په چلونکو او مرستیالانو یې ویزې حتمي کړي.
یو شمیر افغان موټر چلوونکي او د دوی مرستیالان وايي، د ویزو په اخیستلو کې ستونزو سره مخ دي.
د دوی له ډلې موټر چلوونکي سید ګل د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۱۶ ) ازادي راډیو ته وویل چې د ویزو د اخیستلو په برخه کې ستونزې سره مخ دي" مونږ پاکستان ویزې ته ضرورت لرو او ویزه نه ورکوي، مونږ افغانان یو، کورونه مو افغانستان کې دي، دا مشکل دې ډیر زیات، اووه، اته، لس ورځې وشوې چې دې مشکل کې راګیر یو. "
ویزې نشته، ویزې چا ورکړي، انلاین ویزې دي که په میاشت کې راووتې او که په دوه میاشتو کېد یوه ترانسپورتي شرکت مسول
د یو سوداګریز ترانسپورتي شرکت مسوول نور اغا خوږیانی هم دا ستونزه تاییدوي وايي دا انلاین ویزې دي او ژر نه ورکول کېږي" ویزې نشته، ویزې چا ورکړي، انلاین ویزې دي که په میاشت کې راووتې او که په دوه میاشتو کې راووتې، لارۍ به تر هغې ولاړې وي څو چې ویزې ورته ورکړي، روډ پاس یې راباندې ختم کړو چې تاډ جوړ کړئ، تاډ یې چې راباندې جوړ کړو په هغې باندې ډیرې پیسې ولګېدې په میاشتو میاشتو لارۍ ودرېدې، اوس وايی ډریور او کلینر ته ویزې واخلئ، د کلینر تخنوا څومره ده، د ډریور تنخوا څومره ده. "
دوی ازادي راډیو سره په خبرو کې شکایت وکړ، چې دا چاره ورته سخته ده او باید د تیر په څیر ورته د ټاډ سند پر بنسټ د تګ راتګ اجازه ورکړل شي.
خو کابل کې د یو سیاحتي شرکت مسوول د نوم او غږ نه خپرېدو په شرط ازادي راډیو ته وویل چې موټر چلوونکو او مرستیالانو ته یې څو ورځو کې ویزه راوځي خو په خبره یې د ویزې د اصلي قیمت سربیره شل ډالره اضافي لګښت پرې راځي.
په ننګرهار کې د سوداګرۍ او پانګونې خونه وايي، یو شمیر موټر چلونکو او مرستیالانو یې ویزې اخیستي او د دوی په خبره هم دا اوس دومره سخته چاره نه ده.
د دغه خونې د مدیره پلاوي غړي مخلص احمد ازادي راډیو ته وویل" یو شمیر موټر چلوونکي چې دي هغوی پاسپورټ هم اخیستی، ویزه یې هم اخیستې ده، څوک یې چې نه لري هغوی ته هم اعلان شوی چې ولاړ شي، ویزه او پاسپورټ واخلي بیا تګ راتګ وکړي. "
د یادونې ده چې مخکې د سوداګریزو موټرو چلونکو او مرستیالانو به یې بې ویزې او بې پاسپورټه، د دواړو هیوادونو تر منځ خپلو موټرو ته د ټاډ سند پر بنسټ تګ راتګ کاوه، خو په تورخم کې پاکستاني مسئولینو افغان موټرچلونکو ته په شفاهي ډول او هم په دیوالونو د اطلاعیو په نصبولو سره ویلي وو، چې له مې میاشتې وروسته دا سند نور د اعتماد وړ نه دی او دوی باید پاسپورټونه او ویزې ولري، خو دا سند بیا دوه میاشتې په پرله پسې ډول د جولای تر ورستۍ نېټې پورې تمدید شو.
د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې د مدیره پلاوي غړی خان جان الکوزی وايي، دا د دواړو هیوادونو افغانستان او پاکستان ګډه پرېکړه ده چې موټر چلوونکي او مرستیالان یې باید نور پاسپورټ او ویزه ولري"کله چې دوه، درې میاشتې مخکې د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر راغی، دلته په ریاست الوزرا او ترانسپورت وزارت کې دا موضوع ده سره ومنل شوه، چې ډریوران او کلینران باید حتما پاسپورټ او ویزه واخلي، او دوی دا ژمنه وکړه چې د ویزې په برخه کې مونږ ډیرې اسانتیاوې راولو، زه فکر کوم که دوی د ترانسپورت او سوداګرۍ وزارتونو ته مراجعه وکړي ستونزه به یې حل شي. "
د یادونې ده ده چې افغانستان کې د پاکستان سفارت د جون په ۲۰ مه په خپله ایکس پاڼه د یوې خبرتیا په خپرولو سره ویلي وو چې، افغان موټر چلونکو او د سفارت په ټکو ټرانسپورټرانو ته د سلو ډالرو په بدل کې یو کلنه ویزه ورکوي، چې څو ځلي پرې تک، راتګ کولی شي.
خو د ویزې لپاره شرایطو کې یې دا هم ویلي و چې خپلو موټرو لپاره د ټاډ سند هم باید وړاندې کړي.
د افغانستان او پاکستان تر منځ، د ترانسپورت او ترانزیت موضوع تل له ستونزو سره مخ وي چې له امله یې د دواړو هیوادونو تر منځ سوداکري هم زیانمه شوې ده.
مخکې د افغانستان د سوداګرۍ د او پانګونې خونې ویلي وو چې دا سوداګري ۶۰ سلنه کمه شوې خو په تېرې جون میاشت کې یې بیا وویل چې سږ زېږدیز کال د تېر کال د همدې مودې په پرتله دغه هیواد سره سوداکري ښه شوې ده او لامل یې هم په هغه سوداګریزو لارو راکړه ورکړه ښودل شوې وه چې د دوی پخ خبره تېر کال د تازه میوې د صاداراتو پر مهال تړل شوې وې.