له ایران او پاکستانه د ایستل شویو ښځو دردونکې کیسې او په اړه یې اندیښنې

له ایرانه ایستل شوي کډوال

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګه ( یو.ان. ومېن) وایي، افغانستان ته بېرته ستنې کړل شوې افغان ښځې او نجونې له بې وزلۍ، په کم عمر کې د ودونو، تاوتریخوالي او بېلابېلو بې ساري محدودیتونو سره مخ دي.

دوی په یو تازه خپور کړي بیان کې اندېښنه ښودلې چې له ایران او پاکستانه دا ستنې کړل شوې ښځې او نجونې چې ډېری یې هېڅ کله افغانستان کې د ژوند کولو تجربه نه لري، له هېڅ ډول اسانتیاوو پرته دغه هېواد ته ستنې شوي چې له ډېرو کړاونو سره مخ دي.

د پاکستان له پلازمېنې اسلام اباده د افغانستان لغمان ولایت ته تازه ډیپورت شوې افغانه کډواله ۵۰ کلنه سوان بي بي وایي له خپلې کورنۍ سره افغانستان کې له هېڅ ډول بلدتیا پرته د بې وزلۍ سختې شپې ورځې تېروي.

له هغه مهاله چې راغلي یو هېڅ چا مو پوښتنه نه ده کړې، ډېر بې وسه او مجبوره دلته پراته یو
له پاکستانه ایستل شوې کډواله

سوان بي بي وایي چې ټول عمر یې په پاکستان کې تېر شوی، شاوخوا یوه میاشت وړاندې خپل هېواد ته په زوره ستنه کړل شوې، د شپږو اولادونو مور ده او اوس یې دا، لوڼې او ټوله کورنۍ له سختو کړاونو سره مخ ده."له هغه مهاله چې راغلي یو هېڅ چا مو پوښتنه نه ده کړې، ډېر بې وسه او مجبوره دلته پراته یو، درې کورنۍ په یو کور کې اوسېږو، درې لوڼې مې واده دي او درې وړې پاتې دي چې د ۱۲ او ۸ کلونو دي، دوی یوازې دلته دیني درس وایي، کار هم موږ ته دلته نشته، موږ پاکستان کې لوي شوي یو، ټول وسایل مو هلته پاتې شول، راډیپورت یې کړو، اوس دلته درې کوټو کې ۳ زره افغانۍ کرایه ورکوو، هېڅ څوک مو کار هم نه لري،هېڅ نه لرو چې ژوند پرې جوړ کړو، ډېر مجبور او بې وسه یو."

د ایران له اصفهان ښاره شاوخوا دوه اونۍ مخکې افغانستان ته په زوره ستنه کړل شوې ۱۶ کلنه معصومه هم چې ټول عمر یې په ایران کې تېر شوی، ورته شکایت لري وایي، چې د طالبانو حکومت لخوا پر ښځو او نجونو د لګول شویو محدودیتونو له امله د تعلیم له دوام او کار کولو هم راګرځول شوې ده.

دا چې د یو نوي زېږدلي ماشوم مور هم ده او د افغانستان د بلخ ولایت مزار شریف ښار ته له خپلې ۵ کسیزې کورنۍ سره اوسېږي وایي"موږ هېڅ هم نه لرو یو کوچنی ماشوم لرم چې سخت ناروغ دی، د اوسېدو هم هېڅ ځای نه لرو تر اوسه د خپلوانو کره اوسېږو، ایران کې کار و، افغانستان کې کار نشته او دوی (طالبان) موږ (ښځې) نه پرېږدي چې کار وکړو، زه مې پلار او مور په ۱۵ کلنۍ واده کړم ځکې چې د پلار کور مې هېڅ نه درلودل ویل یې چې د مېړه کره لاړه شې هلته به دې ساتنه وشي، خو اوس مې ماشوم ناروغ وزېږده، دلته هم هېڅ نه لرو، زما هیله دا وه چې دلته افغانستان کې به درس ووایم ښوونکې یا ډاکتره به شم خو دلته کله اجازه ورکوي، ما درس ویلی خو افغانستان کې موږ هېڅ نه پرېږدي."

موږ هېڅ هم نه لرو یو کوچنی ماشوم لرم چې سخت ناروغ دی، د اوسېدو هم هېڅ ځای نه لرو
له ایرانه ایستل شوې کډواله

دوی د مرستو او کاري فرصتونو برابرولو غوښتونکي دي.

تازه د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې هم د اندېښنې په څرګندولو سره ویلي چې افغانې ستنې شوې ښځې او نجونې د بې وزلۍ، کم عمره ودونو، تاوتریخوالي او محدودیتونو د زیاتوالي له خطرونو سره مخ دي.

«یو. ان -ومن» د اګسټ په ۷مه په خپله وېب پاڼه خپور کې بیان کې زیاته کړې چې له ایران او پاکستانه دا ستنې شوې ښځې او نجونې ډېری یې اصلاً افغانستان کې د ژوند کولو تجربې نه لري.

په دې بیان کې د ښځو چارو لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړې استازې سوسن فرګوسن په حواله راغلي، هغه زیانګالې ښځې او نجونې چې له هېڅ ډول اسانتیاوو پرته داسې هېواد ته چې لا له وړاندې له کړاونو سره مخ دی ستنېږي، له ډېرو ګواښونو سره مخ دي.

نوموړې زیاته کړې چې "دوی په عزت د خپل ژوند بیا رغولو ته لېواله دي، خو موږ ډېرې بودجې ته اړتیا لرو، تر څو دوی ته لازمې اسانتیاوې برابرې کړو او دا ډاډ تر لاسه کړو چې ښځینه مرستندویه کارکوونکې دوی ته رسېدنه کوي."

د دوی د بیان له مخې، اوس مهال یوازې ۱۰ سلنه کورنۍ چې ښځې یې مشري کوي په دایمي سرپناوو کې ژوند کوي.

دې ادارې زیاته کړې چې د بودجې کمښت د بشري سازمانونو ظرفیت سخت کمزوری کړی دی، په سرحدي سیمو کې ښځینه بشري کارکونکې د راستنېدونکو د لوی شمیر له امله ستړې شوي او ان نه شي کولای د دې ستنېدونکو اساسي اړتیاوې پوره کړي.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې ټینګار کړی چې افغانستان د نړۍ له ترټولو سختو بشري ناورین سره مخ دی، هغه ناورین چې د لسیزو جګړو، بې وزلۍ او طبیعي پیښو له امله رامینځته شوی.

د ملګرو ملتونو د ښځو څانګې په نړیواله ټولنې غږ کړی چې د افغان میرمنو او نجونو د حقونو د ساتنې لپاره په بیړني ډول اقدام وکړي او په هغو ښځینه بشري کارکوونکو دې پانګونه وکړي چې دوی ته کار کوي.

دې ادارې ویلي چې د ۲۰۲۳ کال راهیسې تر اوسه له ایرانه او پاکستانه له ۲،۴۲ میلیونو زیات بې اسناده افغانان خپل هېواد ته ستانه شوي.

دغه شان د بیان په ټکو، ۲۰۲۵ کال کې له ایرانه د ستنو شویو افغان کډوالو یو پر دریمه برخه او له پاکستانه د ستنو شویو سمه نیمایي برخه بیا ښځې جوړوي.