کونړ کې لګیدلی اور لا هم مړ شوی نه دی، ګڼ ځنګلونه یې سوځولي

ارشیف

د کونړ ولایت د ناړۍ ولسوالۍ اوسېدونکي وایي، څلور ورځني اور د دغه ولسوالۍ ګڼ ځنګلونه سوځولي دي.

د ولسوالۍ اوسېدونکو ازادي راډیو ته وویل چې دا اور له تېرو څلورو ورځو راهیسې په ډولۍ خوړ سیمه کې بل و خو د دوی په خبره د وچ ناو، لویې دېرې او مارانو ډب کلیو ته هم رسېدلی دی.

دوي وایي که څه هم د اور شدت کنټرول شوی خو په خبره یې لا هم په بشپړ ډول مهار شوی نه دی.

د ناړۍ ولسوالۍ یو اوسېدونکي او قومي مشر عبدالرحیم سالارزي د پنجشنبې په ورځ (د زمري په ۱۶مه) ازادي راډیو ته وویل "لږ لږ اندازه کې اور لا شته خو د اور شدت کم شوی دی،د حکومت مجاهدین( طالبان) او ولسونه همکاري کوي او هڅې روانې دي چې اور بشپړ مهار کړي، زموږ غوښتنه دا ده چې راتلونکي کې د دې اورونو د مخنیوي لپاره ولسوالیو کې تدابیر ونیول شي، دلته دې عملاً د اور وژنې کارکوونکي استخدام شي چې کله اور بلېږي سمدستي او پر وخت یې مهار کړي، ځکه دا زما شتمني او سرمایه ده چې راتلونکي نسلونو ته په سالمه توګه انتقال شي، د اور نن څلورمه ورځ ده."

د دغه ولسوالۍ یو بل اوسېدونکي عبدالستار ایوبي بیا په همدې ورځ ازادي راډیو ته وویل "د ناړۍ ولسوالۍ د ډولۍ درې، لویې دېرې او د باړۍ او مارانو ډب تر منځ ځنګلونو اور اخیستی و، چې لویه برخه ځنګلونه سوځېدلي دي، د دې سیمو قومونه او خلک په اتفاقي ډول ورغلي وو او د اور په مهارولو کې یې هڅه کړې."

که څه په کونړ ولایت کې د طالبانو د حکومت ځایي مسوولینو د راپور تر خپرېدو د دې اورلګېدنې اړوند د ازادي راډیو پوښتنې ځواب نه کړې، خو د ناړۍ ولسوالۍ ولسوال امین الله شهاب ځینو کورنیو رسنیو ته ویلي، دې اور چې دلیل یې مشخص نه دی ۱۲ هکتاره ځنګلونه سوځولي او له منځه وړي دي.

د یادونې ده چې نږدې درې میاشتې مخکې د کونړ ولایت په څوکۍ ولسوالۍ کې هم ځنګلونو اور اخیستی وه چې یوه برخه دا ځنګلونه یې سوځولي وو.

تر دې وړاندې په تېرو کلونو کې هم د کونړ او نورستان ولایتونو په ځنګلونو کې ورته اورونه لګېدلي او د ځايي اوسېدونکو او چارواکو په هلو ځلو بېرته کابو شوي دي چې ډیره برخه دا ځنکلونه یې زیانمن کړي دي.

کونړ او نورستان د افغانستان تر ټولو ډېر شنه او ځنګل لرونکي ولایتونه دي چې د افغانستان د لرګیو ډېره برخه له همدې ولایتونو تر لاسه کېږي.