ولسمشر ټرمپ هند ته خبرداری ورکړ

ولسمشر ډونالډ ټرمپ د یکشنبې په ورځ، د اګست په ۳مه، ۲۰۲۵ کال کې د لیهای ویلی نړیوال هوایی ډګر له خبریالانو سره خبرې کوي

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر ډونالډ ټرمپ یو ځل بیا ګواښ وکړ چې له هند څخه به د روسیې د تیلو د پیرودلو له امله پر هندي مالونو  تعرفې لوړې کړي. بل لور ته نوي ډیلي دا خبرداری غیرعالانه وباله او ټینګار یې وکړ چې د خپلو اقتصادي ګټو ساتنه به وکړي.

د هند د حکومت دوو سرچینو هم رویټرز ته ویلي چې هند به د ټرمپ له ګواښونو سره سره له روسیې څخه د تیلو پیرود ته دوام ورکړي.

ولسمشر ټرمپ د دوشنبې په ورځ په خواله رسنۍ کې ولیکل چې هند هم له روسیې ډیر تیل اخلي او هم دا تیل په ازاد بازار کې په ګټه پلوري خو دې ته نه ګوري چې په اوکراین کې څومره خلک د روسیې د جنګي ماشین له خوا وژل کیږي.

ټرمپ زیاته کړه، له همدې امله به پر هندي مالونو تعرفه ډیر زیاته شي.

رویټرز اژانس د هند د بهرنیو چارو د وزارت د ویاند په وینا خبر ورکړ چې وایي، نوی ډیلی به د خپلو ملي ګټو او اقتصادي خوندیتوب لپاره ټول اړین اقدامات وکړي.

دا ویاند زیاتوي چې د هند په نښه کول، نه عادلانه دي او نه معقول.

د امریکا د متحد ایالتونو ولسمشر خبرداری ورکړی دی، که چیرته مسکو د جمعې تر ورځې له اوکراین سره د خپلې درې نیم کلنې جګړې د پای ته رسولو لپاره ګامونه اوچت نه کړي، په هغو هیوادونو به نوي بندیزونه ولګوي چې له روسیې انرژي واردوي.

مسکو تر اوسه د دې ضرب الاجل سربیره داسې څه نښه نه ده ښکاره کړې چې د اوکراین د جګړې په برخه کې به خپل دریځ بدلوي، خو د کرملین ویاند دیمتري پیسکوف د دوشنبې په ورځ وویل چې دوی مسکو ته د امریکا د ولسمشر د ځانګړي استازي سفر ته سترګې په لاره دي. ټاکل شوې ده چې ستیف ویتکاف تر جمعې مخکې په مسکو کې له روسیي چارواکو سره د اوکراین د جګړې او د ولسمشر ټرمپ د خبردای په تړاو خبرې وکړي.

هند د لویدیځ له فشار سره مخامخ دی چې د ۲۰۲۲ کال په لومړیو کې د روسیې له خوا د اوکراین له برید راهیسې له مسکو څخه ځان لرې کړي. نوي ډیلي له روسیې سره د خپلو اوږدمهاله اړیکو او اقتصادي اړتیاوو په خاطر تر دې دمه مقاومت کړی دی.