۵۵۰ اسراییلي امنیتي چارواکي: ټرمپ دې نتانیاهو د غزې جګړې پای ته رسولو ته اړ کړي

۵۵۰ پخوانیو اسراییلي امنیتي چارواکو له ډونالډ ټرمپ څخه غوښتي چې د غزې جګړې د پای ته رسولو لپاره پر نتانیاهو فشار راوړي.

۵۵۰ تقاعد شويو اسراییلي امنیتي چارواکو، چې په کې د موساد او شین‌بېت (د اسراییلو د کورني امنیت ادارې) پخواني مشران هم شامل دي، په یوه پرانیستي لیک کې د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ غوښتي چې د غزې د جګړې د ختمېدو لپاره د اسراییلو پر صدراعظم بنیامین نتانیاهو فشار زیات کړي.

په دې لیک کې راغلي: "زموږ په مسلکي ارزونه کې، حماس نور د اسراییلو لپاره ستراتیژیک ګواښ نه ګڼل کېږي." امریکا او اروپایي اتحادیه حماس د یوه ترهګریز سازمان په توګه پېژني.

دا لیک چې د اسراییلو ۵۵۰ پخوانیو چارواکو لاسلیک کړی، له ټرمپ غواړي چې نتانیاهو د اوربند کولو ته اړ کړي.

لاسلیک کوونکو چارواکو ټینګار کړی چې د اسراییلو پوځ خپلې نظامي موخې ترلاسه کړې دي او اوس یوازینی مهم هدف — د یرغمل شوو کسانو بېرته راوستل — یوازې د یوه سیاسي هوکړه‌لیک له لارې تر لاسه کېدای شي. دوی وړاندیز کړی چې د حماس د پاتې مشرانو پر ضد عملیات دې وروسته تر سره شي.

دغه ډله دا هم باور لري چې ټرمپ کولای شي له اوربند وروسته یو سیمه‌ییز ائتلاف جوړ کړي، څو له یوې اصلاح شوې فلسطینۍ واکمنې ادارې ملاتړ وکړي، چې په غزه کې د حماس ځای ونیسي.

دا غوښتنه داسې مهال کېږي چې د اسراییلو د پرلپسې بریدونو له کبله په غزه کې بشري وضعیت او زیاتېدونکې لوږه نړیوالې اندېښنې راپارولې دي.

اسراییلو له غزې سره پر پوله پراخې حملې وروسته له هغه پیل کړې چې حماس د اکتوبر پر اوومه د اسراییلو پر جنوبي سیمې برید وکړ، څه باندې ۱۲۰۰ کسان یې ووژل او شاوخوا ۲۵۰ تنه یې یرغمل کړل. وروسته د اسراییلو له خوا په غزه کې عملیات پیل شول چې تر اوسه روان دي، او په کې تر اوسه لسګونه زره فلسطینیان وژل شوي، او غزه د یو لوی بشري ناورین سره مخ شوې ده.