له پاکستانه د افغان کډوالو د ایستلو بهیر د درولو د غوښتنو په دوام، د کډوالو لپاره د دغه هېواد د ګډ اقدام کمېټې (JAC) په یاد هېواد کې د افغان کډوالو سره د پیوستون په هدف د یوې خبرپاڼې په خپرولو له دغو کډوالو ملاتړ کړی او د پاکستان د حکومت له دې پریکړې سره یې خپل مخالفت څرګند کړی دی.
د پاکستان په کراچۍ ښار کې د کډوالو د حقونو مدافع وکیلې او د دې کمېټې غړې منیزې کاکړ له وکیلانو، خبریالانو، سیاستوالو، څیړونکو، د مدني ټولنو فعالانو او سازمانونو غوښتي چې د دې بیان په لاسلیک کولو دې په یاد هیواد کې د افغان کډوالو له حقونو ملاتړ وکړي.
موږ په دې بیان کې له هغو نړیوالو سازمانونو چې د کډوالو لپاره کار کوي، د بشري حقونو له فعالینو او له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او دې ایستلو بهیر ودرويمنیزه کاکړ
نوموړې په دې اړه ازادي راډیو ته وویل،
"موږ په دې بیان کې له هغو نړیوالو سازمانونو چې د کډوالو لپاره کار کوي، د بشري حقونو له فعالینو او له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د پاکستان له حکومت سره خبرې وکړي او دې ایستلو بهیر ودروي، دغه راز مو د پاکستان له حکومته غوښتنه کړې چې د ایستلو پروسه ودروي او یو منظم میکانیزم رامنځته کړي، کډوالو ته باید د خپلو قضیو د وړاندې کولو حق ورکړل شي او هغه کسان چې له مخکې ثبت شوي دي باید و نه ایستل شي."
په دې بیان کې چې د یکشنبې په ورځ (د اګست په ۳مه) په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د ګډ عمل کمیټې لخوا پر ایکس پاڼه خپره شوې، په کې راغلي چې د دغه هېواد په ټولو برخو کې د پولیسو وروستي عملیات د هغو نړیوالو تړونونو په وړاندې د حکومت بې پروايي ښیي چې دوی لاسلیک او تصویب کړي دي.
دغې کمیټې د ډیرو افغان کډوالو د نیولو په اړه هم اندیښنه څرګنده کړې چې په ټکو یې، ډیری یې قانوني اسناد لري، او زیاته یې کړې ده چې دوی قانوني استازي او رسنیو ته لاسرسی نه لري او قانوني اسناد یې د پاکستاني پولیسو لخوا ضبطېږي.
په دې بیان کې چې د ګڼ شمېر سیاستوالو، وکیلانو، خبریالانو او مدني فعالانو لخوا لاسلیک شوې، راغلي چې له درې ملیونو ډیر افغان کډوال د اېستلو له سمدستي خطر سره مخ دي او د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته یې استول به دوی له ځورونو، زندان، شکنجو او حتی مرګ سره مخ کړي.
په دې اړه نور: په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ له پاکستان غوښتي چې د افغان کډوالو د ایستلو پرېکړې ته بیا کتنه وکړيد ګډ اقدام کمیټې د پیوستون په دې خپل بیان کې،دغه راز غوښتنه کړې چې په پاکستان کې ټول افغانان باید په رسمي ډول د ټولنې د یوې برخې په توګه وپیژندل شي، د دایمي استوګنې یا تابعیت ورکولو زمینه ورته برابره شي، او په ټکو یې، د پناه غوښتنې د اصولو پر بنسټ اړین ملاتړ دې ترې وشي.
تر دې مخکې، په ملګرو ملتونو کې د افغانستان دایمي استازولۍ هم د پاکستان له حکومته غوښتي وو چې د افغان کډوالو د ایستلو په اړه له سره غور وکړي.
دغه راز په پاکستان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمیشنرۍ (یو ان اچ سي ار) استازې فیلیپا کانډلیر هم د پاکستان د حکومت دا پریکړه "مایوسونکې" بللې وه.
دا غوښتنې په داسې حال کې مطرح کیږي چې د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ۱.۴ ملیون "پي او ار " کارت لرونکو ته د دغه هیواد د پریښودو وروستی خبرداری ورکړی دی.
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت په دې وروستیو کې ۱.۴ ملیون "پي او ار " کارت لرونکو ته د دغه هیواد د پریښودو وروستی خبرداری ورکړی دی
د پاکستان د کورنیو چارو وزارت لخوا په هغه بیان کې چې د یو شمیر پاکستاني رسنیو او فیلیپا کانډلیر خپور کړی، د پاکستان په ټولو ایالتونو کې امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د «پي او ار» کارت لرونکو په ګډون ټول غیرقانوني افغان کډوال وباسي.
د دې کارتونو موده د جون په ۳۰مه نیټه پای ته رسېدلې ده.
که څه هم تمه کېده چې دا موده به وغځول شي او په دې اړه بحثونه هم روان وو، خو د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي د جولای په ۱۸مه په یوه خبري ناسته کې اعلان کړی وه چې حکومت پریکړه کړې چې د دې کارتونو موده ونه غځوي.
"پي او ار" کارت، یا "د افغان کډوالو د نوم لیکنې کارت" په پاکستان کې د افغان کډوالو لپاره د قانوني پیژندنې سند دی، چې په ۲۰۰۷ کال کې د پاکستان د ثبت ادارې (نادره) لخوا د ملګرو ملتونو د کډوالو عالي کمیشنر (یو ان اچ سي ار) په همکارۍ صادر شوي وه.
پاکستان په ۲۰۲۳ کال کې د افغان کډوالو د ایستلو بهیر پیل کړی دی.
له دې سره د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر (اوچا) ویلي چې تمه کیږي په راتلونکو میاشتو کې له پاکستانه د ستنېدونکو افغان کډوالو شمیر زیات شي.
دې دفتر د جولای په ۲۷مه په یوه بیان کې وویل چې د روان کال له پیل راهیسې د جولای تر ۱۹مې پوې ۳۴۰ زره افغان کډوال له پاکستانه افغانستان ته ستانه شوي دي.