روسي سیاستوالو د دوی اوبو ته نژدې د امریکا د اټومي اوبتلونو ځای پر ځای کول ( کم اهمیته) بللي

ارشیف

د کریملین نژدې سیاستوالو او کارپوهانو روسیې ته نژدې د امریکا د دوو اټومي اوبتلونو ځای پر ځای کول، کم اهمیته بللي دي.

د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ د جمعې په ورځ اعلان وکړ چې دغه اوبتلونه یې یوه مناسب ځای ته استولي دي.

د ډي.پي. اې خبري اژانس د راپور له مخې، د روسیې د پارلمان یا دوما مرستیال لیونېډ ایولیف تاس خبري اژانس ته ویلي، د دوو اټومي اوبتلونو ځای پر ځای کول، د روسیې ملي امنیت ته کوم ګواښ نه دی.

ټرمپ له روسیي چارواکو سره تر اختلاف وروسته د خپلو سمندري ځواکونو دوه اټومي اوبتلونه روسیې ته نژدې ځای پر ځای کړل.

ډونالډ ټرمپ تیره اونۍ د روسیې ولسمشر ته ۱۰تر ۱۲ ورځو مهلت ورکړ چې د اوکراین جګړه پای ته ورسوي، که نه بندیزونه به پرې ولګوي.