سلګونه زره افغان کډوالو ته دپاکستان د حکومت خبرداری

د پاکستان حکومت په دې هیواد کې میشتو ۱ عشاریه ۴ میلیونه د POR  کارت لرونکو افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو خبرداری ورکړی. که څه هم تمه وه چې دغه کارټونه ښايي یوځل بیا تمدید شي، خو د کورنیو چارو وزارت دټولو صوبو امنیتي ځواکونو ته امر کړی چې د پي اور ار کارت لرونکي له دې هیواده وباسي.

په داسې حال کې چې له پاکستان د بې اسناده افغانانو په ګډون د ACC کارت لرونکو کډوالو د جبري ایستلو لړۍ په چټکۍ روانه ده دغه هیواد بل اخره په پاکستان کې د میشتو ۱۴ لکه پي اور ار کارت لرونکو د ایستلو پرېکړه هم وکړه.

که څه هم د تېرې جون په ۳۰ مه د دغه کارتونو قانوني موده پای ته رسېدلې وه او فکر کېده چې ښايي پاکستان حکومت یو وار بیا دا موده وغځوي، خو د دې هیواد د کورنیو چارو وزارت له لوري په جاري کړل شوي یو سند کې چې ګڼو پاکستاني خبریالانو او رسنیو هم خپور کړی د فدرال له لوري د ټولو صوبو امنیتي ځواکونو ته امر شوی چې د پي اور ار کارت لرونکو له دې هیواده وباسي.

د پاکستان حکومت په رسمي ډول په دې اړه لا څه نه دي ویلي خو د بلوچستان ایالت یو حکومتي چارواکي د فرانسي خبري اژانس ته ویلي چې د کورنیو چارو وزارت له لوري ورته دغه لارښونه رسېدلې ده.

که څه هم د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند شفقت علي خان نږدې یوه اونۍ وړاندې په یو خبري کنفرانس کې ویلي وو چې د پي اور ار کارتونو د مودې د غځولو په اړه وروستۍ پرېکړه نه ده شوې خو له دې وړاندې د جولای په ۱۸ مه د پاکستان د کورنیو چارو وزیر محسن نقوي رسنیو سره په یوه ناسته کې ویلي وو حکومت د دې کارتونو د نه غځولو پرېکړه کړې ده.

په همدې حال کې نن د اګسټ ۲ مه خیبر پښتونخوا ګڼو ورځپاڼو افغان کډوالو ته له دې هیواده د وتلو دولتي اعلانونه خپاره کړي او په کې ویل شوي چې د اګسټ له لومړۍ نېټې دې په دې صوبه کې ټول میشت د پي اور ار کارت لرونکي افغان کډوال افغانستان ته ستانه شي.

په پېښور کې میشت د پي اور ار یو شمېر کارت لرونکي وايي د حکومت نوي اعلان سخت اندېښمن کړي دي.

د پېښور په بورډ بازار کې د مدثر ناصري په نوم یو افغان دوکاندار چې له تېرو شلو نږدې ۳۰ کلونو راهیسي دغلته شخصي کار روزګار لري ازادي راډيو ته یې وویل چې افغانستان ته ستنېدل ورته ستونزمنه پرېکړه ده.

د پاکستان وروستۍ پرېکړه ډېره اندېښمونکې ده، موږ په ورځپاڼو او ټولنیزو رسنیو بیلابیلې خبرتیاوې ولېدې چې باید د پي اور ار کارت لرونکي ووځي، موږ ډېر اندېښمن یو، د خپلو اولادونو د راتلونکې په اړه چې اوس دلته په ښوونځیو کې دي، دغه راز د خپلو کاروبارونو او جایدادونو د سرنوشت په فکر کې یو، موږ له نړیوالو غواړو چې دا پاکستان دا پرېکړه وغندي او په دې هیواد فشار راوړي چې افغان کډوالو ته دلته د پاتې کېدو زمینه برابره کړي.


د پي اور ار یو بل کارت لرونکی محمد سلیم چې دا هم په پېښور ښار کې کار روزګار لري ازادي راډيو ته یې وویل:

"همدا نن سهار په څو بیلابیلو ورځپاڼو کې موږ ولوستل چې حکومت د پي اور ار کارت لرونکو د ایستلو وروستۍ پرېکړه کړې ده، دلته سلګونه زره افغانان اوسیږي، دوی دلته دیرش او ۴۰ کاله عمر تېر کړی دی، دلته جایدادونه او کاروبارونه لري، د دې ټولو راغونډول به داسې اسانه نه وي، زموږ غوښتنه داده چې پاکستان دې په خپله پرېکړه بیا غور وکړي او لږ ترلږه افغانانو ته دې وخت ورکړي چې دوی په ښه شکل او باعزته ډول له دې هیواده خپل وطن ته ستانه شي ."

د راپورونو له مخې په پاکستان کې د پي او ار کارتونو لرونکو افغان کډوالو شمېر ۱ میلیون ۴ لکه کسانو ته رسیږي.

"پي او ار" د کډوالۍ هغه کارتونه دي چې د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو د لویې کمېشنرۍ له خوا په ۲۰۰۷ کال کې افغان کډوالو ته ورکړل شوي دي.

په همدې حال کې د بښنې نړیوال سازمان یا ایمنستي انټرنیشنل له پاکستانه غوښتي د پي اور ار کارتونو موده دې وغځوي.

دغه سازمان د جولای په ۳۱ مه په خپله اېکس پاڼه په یو بیان کې د ملګرو ملتونو د کډوالو د عالي کمشنرۍ له قوله ویلي چې د دغه کارت لرونکو د سرنوشت په اړه یې له پاکستاني لوري سره خبرو مثبته پایله نه ده ورکړې.

پاکستان له دې هېواده د افغان کډوالو د ایستلو لړۍ په ۲۰۲۳ کال کې پیل کړه خو د ملګرو ملتونو د بشري چارو د همغږۍ دفتر اوچا ویلي تمه ده په راتلونکو څو میاشتو کې به له دې هیواده د راستنېدونکو افغان کډوالو شمېر لا زیات شي.

دغه دفتر د جولای په ۲۷ مه په یو بیان کې ویلي وو چې یوازې د روان کال له پیله د جولای تر ۱۹مې ۳ لکه ۴۰ زره افغانان له پاکستانه راستانه شوي دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالو چارو عالي کمېشنرۍ (یو این ایچ سي ار) بیا خبرداری ورکړی، چې که د افغان کډوالو د ستنېدو ستونزمن وضعیت په سم ډول مدیریت نه شي، داسې غبرګون به رامنځته شي چې د ټولې سیمې ثبات به له خطر سره مخ کړي.